د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې له ورښتونو ۱۸ تنه مړه ګڼ ژوبل


خیبر کې واوره، تصویر له ارشیفه
خیبر کې واوره، تصویر له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د قدرتي ناورینونو سمبالولو ادارې (پراوینشل ډيزاسټر منیجمنټ اتارټي) د جنورۍ پر ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ټوله صوبه کې له بارانونو او واورو لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه، ۴۶ نور ژوبل شوي دي او څه نا څه ۱۰۹ کورونو ته یې زیان اړولی دی.

دغه اداره وایي، په چارسده، کرک، خیبر او بره دیر کې اغېزمنو کورونو ته مرستې رسول شوي دي او په زیاتره ځایونو کې د واورو لیرې کولو کار روان دی. په بیان کې راغلي چې د اوښتو زیانونو سروې هم کوي.

خو د خیبر ولسي وګړي وایي، هلته په باړه لنډي کوتل او تیرا کې د بارانونو او واورو له امله د خلکو کورونه پرېوتي چې پکې مرګژوبله هم اوښتې ده، پلونه ړنګ شوي او خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

دوي غوښتنه کوي چې د اوړېدلو زیانونو سروې دې وکړل شي او مرستې دې ورسره وشي.

د لنډي کوتل پیروخېلو کلي ساجد خان مشال ریډیو ته وویل، پکار ده ذمه وارې ادارې پر وخت ورته معاوضه ورکړي چې خپلې زیانمنې ودانۍ پرې ورغوي، د کوټو چتونه راپرېوتي دي، څاروي هم پکې وژل شوي دي، په خېمو کې ګوزاره نه کېږي. نوموړي له سرکاره پر وخت د معاوضو ورکولو غوښتنه وکړه. دی زیاتوي چې د زخه خېلو بازار، شلمان، درګۍ او په داسې نورو سیمو کې د کورونو له چپه کېدو ځايي خلک بې کوره شوي دي.

د بارانونو او واورو ورښتونو د باړې وګړي هم اغېزمن کړي دي. د سیمې یو تن شفیق اپرېدی وايي، چې په ملک دینخېلو او اکاخیلو کې د کورونو له پرېوتو ماشومان او میرمنې مړې شوي دي. د نوموړي په وینا په تیرا کې سرکونه بند دي، خوراکي توکي ختم شوي، له خلکو سره غله (راشن) نشته، تر اوسه لکه څنګه چې پکار ده، د خلکو د ژغورلو چارې نه ترسترګو کېږي.

خو د خیبر ضلعې ډپټي کميشنر په دفتر کې د بیا بحالۍ کارونو انچارج نوید خان وایي، ضلعي انتظامیه، پي ډي ایم اې او ورسره اېډیشنل اسیسټنټ کمیشنر اشراف الدین په خپله ټولو متاثره سیمو ته تللي دي، سروې یې کړې، چې په کومو ځایونو کې مرګژوبله شوې، یانې، دوه تنه مړه شوي او یوشمېر ژوبل دي، هغوي ټولو ته به پي ډي ایم اې پوره پوره معاوضه ورکوي. د ده په وینا په کومو ځایونو کې چې کورونه راپرېوتي دي، هلته یې خلکو ته خېمې او غله (راشن) ورکړې او چې کوم ځایونه پاتې دي هلته به هم د مالي او ځاني زیانونو سروې وشي.

د خیبر ولس وایي، پکار ده هلته له خوړونو او سېلاوونو د ژغورنې لپاره پلونه ورغول شي، د نورو بندوبستي ضلعو متاثره شوو وګړو غوندې معاوضه او مراعات دې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG