د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله: د کمر نړېدو له وجې شپږ کسان مړه او ژوبل


په عین حال کې درې کسان لا ورک دي او د ملبې لاندې دي چې ژغورنکي ادارې یې د راویستو هڅې کوي.
په عین حال کې درې کسان لا ورک دي او د ملبې لاندې دي چې ژغورنکي ادارې یې د راویستو هڅې کوي.

د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، د سوات د شانګلې ضلعې د مټه خان تحصیل په الپورۍ کې د کمر نړېدو له کبله د درو کورونو راپرېوتو پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

د شانګلې د بيړنيو حالاتو ادارې، ريسکيو۱۱۲۲ د جنورۍ پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د جنورۍ پر ۲۱مه، ماښام په رامنځ ته شوې پېښه کې د درو ښځو په ګډون څلور کسان ټپیان شوي هم دي.

په عین حال کې درې کسان لا ورک دي او د ملبې لاندې دي چې ژغورنکي ادارې یې د راویستو هڅې کوي.

د جنورۍ پر ۲۱مه، ماښام د بارانونو او واورې ورېدو له وجې په کوزه الپورۍ کې پر درو کورونو کمر راپریوتی.

چارواکي وايي چې د کمر په نړېدو سره د شانګلې او بیشام مرکزي سړک هم بند دی او د خلاصولو کوششونه یې روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG