د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مري کې د یخنۍ له امله د مړو شمېر ۲۲ ته رسېدلی


د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په وينا، په دې هېواد کې به د روانو واورو او بارانونو لړۍ د جنورۍ تر نهمې دوام ولري.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په وينا، په دې هېواد کې به د روانو واورو او بارانونو لړۍ د جنورۍ تر نهمې دوام ولري.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د پنجاب صوبې په مري کې د زیاتې واورې او یخنۍ له امله د مړو سېلانیانو شمېر لږ تر لږه ۲۲ ته رسېدلی دی.

د ژغورنې ادارې یا ریسکیو ۲۲۱۱ د جنورۍ پر اتمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې مړه شوي هغه کسان دي چې د زیاتې واورې له امله په خپلو موټرو کې ایسار پاتې شوي او هلته یې د زیاتې یخنۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادې ادارې په وینا، په مړو کې ۱۰ ماشومان، دوې ښځې او ۱۰ سړي شامل دي. په دې کې د اسلام اباد پوليسو يو سب انسپکټر پشمول د کورنۍ اووه غړي هم شامل دي.

د مړو شويو کسانو جسدونه له مري څخه اسلام اباد او راولپېنډۍ ته منتقل شوي دي.

د پنجاب اعلا وزير عثمان بزدار د جنورۍ پر اتمه پر ټويټر ليکلي چې په مري کې ګېر شوي ټولې کورنۍ سرکاري ودانیو او هوټلونو ته رسول شوې دي.

د ده په وینا، د پوليس له معلوماتو سره سم، د جنورۍ پر اوومه د شپي ۳۳،۷۴۵ ګاډي موجود وو چې ۳۳،۳۷۳ را اېستل شوي دي.


د پاکستان د کورنو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد د جنورۍ پر اتمه سرکاري ټيلیويژن ته وويل چې د خلکو ژغورني عملياتو کې پوځ، له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې کارکونکي، پوليس او ځايي انتظاميه برخه اخلي.

د شېخ رشید په وینا، په مري کې اوس حالات تر کنټرول لاندې دي.

په مري کې د ژغورنې او مرستندویه عملیات روان دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00


د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چودري ويلي دي چې له مري څخه تلونکې لار د ګاډو تګ لپاره پرانستل شوې ده.

فواد چودري پر ټويټر ليکلي چې د مري په ځينو سيمو کې مشکلات دي او د بجلۍ نظام د بحالولو لپاره هم کار روان دي.

د حکومت مخالف ګوندونو په لړ کې د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف، د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري او نورو د مري پر پيښه خواشيني څرګنده کړې ده او پر حکومت یې نیوکې کړې دي.

وزيراعظم عمران خان د دې پېښي په اړه د پلټنو امر کړی دی.


بلخوا د خيبر پښتونخوا اعلا وزير په ګليات کې د ګاډو په ورتګ بنديز لګولي دی.

د اعلا وزير له دفتره خپور شوي بيان کې راغلي چې په ګليات کې موجود ټول سيلانیان هوټلونو ته منتقل کړل شوي دي او اړونده ادارو ته يې د بيدار اويسدو امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په خيبر قبايلي ضلع کې د جنورۍ پر اتمه له باران سره د تړلو پيښو لږ تر لږه دوه کسان وژلي او څلور نور یې ژوبل کړي دي.

د ځايي‌ چارواکو او خلکو په وینا، د خیبر په لرې پرته سیمه تيرا کې د واورې له وجې مهمې لارې تړل شوې دي.

په خيبر کې د مرستندويه ادارې ريسکو ۱۱۲۲ وياند مقصود عالم د جنورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې په باړه کې د بارانونو له وجې د کور راپروتو پيښه کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

د ده په وینا، همداراز په جمرود، علي مسجد او نورو سيمو کې د باران او سېلاب له وجې ګېر خلک ژغورل شوي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په وينا، په دې هېواد کې به د روانو واورو او بارانونو لړۍ د جنورۍ تر نهمې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG