د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د صدارتي نظام پرضد د ګډ اپوزیشن قرارداد  


د پاکستان پارلیمان وداني
د پاکستان پارلیمان وداني

په پاکستان کې د ګډ اپوزیشن ګوندونو غړیو د جنورۍ پر ۱۹مه د قامي اسمبلۍ په سیکرټریټ کې یو قرارداد جمع کړی چې پکې یې ویلي، دوی په هېواد کې د وفاقي پارلیماني نظام پر ځای ساتلو او د پیاوړي کولو حمایت کوي.

داپوزیشن ګوند، مسلم لیګ ن یوه مخکښ احسن اقبال د شورو پر ورځ پر ټویټر پاڼه د جمع کړي قرارداد تصویر ورکړی او لیکلي یې دي چې له ټولو اپوزیشن ګوندونو نه یې پرې دستخطې اخیستي دي. اوس به ګوري چې د جمعې پر ورځ په اجلاس کې په دې بحث کېږي که نه؟

په قرارداد کې ویل شوي چې ''دا ایوان د پاکستان له اساسي قانون سره سم وفاقي پارلیماني نظام د پاکستان د سیاسي نظام اساس ګرځوي.'' په قرارداد کې ویل شوي چې په پاکستان کې ټول جمهوري قوتونه د هېواد د مسلو حل د پاکستان د ایین سرلوړي، حکمراني او عملداري ګڼي.

دا تر هغې وروسته ده چې په پاکستان کې د وفاقي پارلیماني نظام پر ځای د صدارتي نظام راوستو د ګنګوسو پس بحثونه روان دي. د پاکستان پر یوه شخصي ټي وي چینل اې ار وای د صدارتي نظام په حمایت کې یو اشتهار هم خپور شوی دی.

د ځینو اپوزیشن ګوندونو غړیو مشال ریډیو ته وویل چې دوی ټول په دې خبره سلا دي چې د صدارتي نظام مخالفت به کوي او تل به د وفاقي پارلیماني نظام ملاتړي اوسي، ځکه چې په هېواد کې وار له مخه صدراتي نظام ناکامه شوی دی.

د جماعت اسلامي یوه مشر سېنېټر مشتاق احمد خان د جنورۍ پر شلمه مشال رېډيو ته وویل دوی په مکمل ډول د صدارتي نظام مخالفت کوي ځکه چې د هغه په خبره دا د پاکستان جغرافیايي سالمیت د ختمولو یو سازش دی.

'د ۱۹۷۳ز کال ایین هغه دستور دی چې یو اسلامیسټ، نیشنلسټ، سیکیولر، لیبرال، ښي او کیڼ اړخو د ټولو ورباندې اتفاق دی. په هغه کې تا ته یو پارلیماني نظام درکړل شوی دی. اوس که څوک دا چېړي نو بیا د هغې پس په پاکستان کې په یوه متفقه عمراني معاهده باندې، په یوه دستور باندې قام متفق کول به ناممکن وي. زه د دې جایزه اخلم او له بېګا راهیسې له نورو سېنېټرانو سره په رابطه کې یم، نو فرض که، موږ ګورو چې دا خبره مخې ته ځي نو بیا د پاکستان په پارلیمان کې له نورو خلکو سره زما سلا مشورې روانې دي، موږ به په پارلیمان کې د دې خلاف اواز پورته کوو او څوک چې د صدارتي نظام خبره کوي او د پارلیماني نظام خلاف پروپګنډه کوي، دا د دستور خلاف کار دی.''

په قامي اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند غړې نفیسه شاه د زیارت پر ورځ مشال رېډيو ته وویل د صدارتي نظام راوستو خبره د پاکستان پر ایین او پارلیمان برید دی چې د هغې خلاف باید د پارلیمان هر غړی راپاڅي.

''که د پاکستان تاریخ ته موږ وګورو نو هغوی [کسانو] چې شپه په شپه یې د هېواد ایین پامال کړ، او بیا یې په ملک کې تش په نوم یو نظام ور وتپلو چې په وجه یې نن د پاکستان ولس دومره شاته پاتې دی، دا هم هغه تش په نوم ایجنډا ده او موږ ته یې یوه برخه ښکاري. زموږ په اند دا یوه حل شوی مسله ده چې د پاکستان په ایین کې چې د پاکستان د ریاست کومه ډانچه ورکړل شوی چې یو وفاقي، جمهوري او پارلیماني نظام دی، هم هغه حتمي ده او موږ غواړو چې پارلیماني جمهوري نظام نور هم پراخ کړل شوي او موږ یې پیاوړی کړو.''

په دې اړه مو چې کله له حکومت سره رابطه وکړه نو د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چودري پر وټس ایپ مشال ریډیو ته وویل چې په دې معامله ډېر څه ویل نه غواړي. نوموړي وویل چې د یوټیوب ډېر کاروونکي هره ورځ څه نه څه خبر پر خلکو خرڅول غواړي.

په داسې حال کې چې واکمن ګوند دا خبرونه یوازې ګنګوسې بولي نو بیا یې تر شا د چا لاس دی؟ خبریال او لیکوال مرتضی سولنګي مشال رېډیو ته وویل:

''چې کله اتلسم ترمیم منظور شو او پارلیماني نظام لږ په ښه کېدو شو نو د هغه ترمیم خلاف مخالفت پیل شو چې د صداراتي نظام خبره یې هم یو تسلسل دی. پر سوشل میډیا هغه ټول خلک چې تشخص یې موجوده حکمران ګوند دی او چې څوک د پوځي اسټیلشمنټ په حمایت کې دي زیاتره هم هغوی داسې قسمه خبرې راوړې دي لکه د اتلسم ترمیم مخالفت او د صدراتي نظام دا خبره هم. خو زه فکر نه کوم چې په پاکستان کې په عوامي کچه داسې څه جذبات شته. څوک چې د دې نظام خبره کوي هغوی په حقیقت کې پر تاریخ نه دي خبر.''

د سولنګي په خبره په پاکستان کې عملاً زیاتره صدارتي نظام پاتی شوی دی نو بیا دا کوم صدارتي نظام راوستل غواړي چې دوی یې خبره کوي. نوموړي زیاته کړه: ''په اګست کې به د پاکستان ۷۵ کاله پوره شي. په دې موده کې تقریباً ۵۹ کاله خو عملاً صدراتي نظام پاتې شوی دی. د ایوب خان د واک ۱۱ کاله وګورئ چې یو صدارتي نظام و. بیا د یحیی خان دوه کاله. بیا چې کله بوټو په واک کې راغلو نو هغه هم اول ولسمشر و. د ضیاالحق د دولسو کالو مارشل لا ده. بیا د ضیاالحق وروسته چې کله جمهوري نظام راغلو نو بیا هم عملاً صدراتي نظام وو ځکه چې له ولسمشر سره اختیار و چې وزیراعظم کور ته و لیږي او یا اسمبلۍ ماته کړي. تاسو و کتل چې اسحق خان هغه واک دوه ځله او یو ځل فاروق لغاري استعمال کړ.''

د پیپلز ګوند غړې نفیسه شاه وویل نه پوهېږي چې د دې پروپګنډې تر شا مقصد څه دی؟

خبریال مرتضی سولنګي د دې د مقصد په اړه د پوښتنې په ځواب کې مشال ریډيو ته وویل چې امرانه قوتونه دا خوښوي چې اقتدار له یو فرد سره وي ځکه چې له خپلې خوښې سره سم حالات سمبالول او کار ایستل ورته اسان وي.

کارپوهان وايي پاکستان یو کثیرالقامي ریاست دې چې لپاره یې وفاقي پارلیماني جمهوري نظام مناسب دی ځکه چې د صدراتي نظام تجربې په هېواد کې همېش ناکامه پاته شوي دي.

قانون پوه لطیف اپرېدي په دې اړه مشال رېډيو ته وویل: ''په ایین کې خو دا دې چې دا د پارلیمان کار دې چې ایین هم بدلولی شي او قانون هم. په پاکستان کې د پخوا نه فیوډالي نظام دی. په پارلیمان کې خلک داسې قانون نه جوړوي چې اصلاح راشي. د عام ولس ښېګړه وشي. صدارتي نظام مخکې هم وو. صدر ایوب خان شا او خوا دولس کاله کړې دی او بوټو صېب هم څه وخت لپاره کړی و. خو هغه دلته نه چلېږي. دلته دغه پارلیماني جمهوریټ ډېر ښه چلېږي خو که حکمرانان بې ایماني نه کوي او په ریښتیا او اصولو باندې دغه نظام چلوي.''

وکیل بیرسټر ظفرالله خان د جنورۍ پر ۱۹مه پر ټویټر پاڼه په بیان کې ویلي چې سپریم کورټ وايي فیډرالي او پارلیماني نظام د پاکستان د ایین بنیادي برخې دي او هېڅ اییني ترمیم یې نه شي بدلولای. نوموړي لیکلي چې د هېواد په اساسي قانون کې بدلون یوازې منتخبه اسمبلي کولای شي.

XS
SM
MD
LG