د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې جمهوریت په پوره ډول نه عملي کېږي: څېړونکي


د پاکستان وزیر اعظم پارلېمان ته د وینا پر مهال: ۲۰۲۰، ۲۵م جون
د پاکستان وزیر اعظم پارلېمان ته د وینا پر مهال: ۲۰۲۰، ۲۵م جون

د سېپټېمبر پر ۱۵مه په پاکستان کې د جمهوریت نړیواله ورځ په داسې مهال لمانځل کېږي چې روانه اوونۍ د دغه هېواد سیاسي ګوندونو او خبریالانو د اظهار د ازادۍ لپاره احتجاجونه ترسره کړل.

د سېپټېمبر پر ۱۳مه چې کله د پاکستان ولسمشر عارف علوي د پارلېمان ګډې غونډې ته وینا کوله نو پر دغه وخت د پارلېمان دننه د اپوزیشن ګوندونو او بهر د خبریالانو مظاهرې روانې وې.

د پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې ولسمشر عارف علوي د میډیا د ناسمو خبرونو، د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په ګډون پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې او د مخالفو سیاسي ګوندونو غړیو نعرې وهلې چې دغه حکومت د ځینو ادارو په خوښه راغلې یا سلېکټډ دی.

په پاکستان کې د جمهوریت پر موجوده صورتحال څېړونکي وایي، دا وخت په دغه هېواد کې یو منتخب حکومت دی خو په اصل کې د دغه هېواد ټولې مهمې فیصلې امنیتي ادارې کوي.

په اسلام اباد کې د قاید اعظم پوهنتون سیاسیاتو او نړیوالو اړیکو د څانګې استاد پروفېسر فهیم الله خان د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وایي، په پاکستان کې جمهوریت او د جمهوري نظام پرمختګ لا هم له ستونزو سره مخ دی

نومړی زیاتوي: "څوک دې ته جمهوریت په نظر ګوري او څوک نه، خو مسله یوازې د خلکو د ووټ د اچولو نه ده، خبره دا هم ده چې په ادارو کې جمهوري کلتور او جمهوري روایتونه څومره مضبوط دي نو که په دغه لحاظ وکتل شي په پاکستان کې به په دې اړه لا هم ډېر کار کول وي."

د ملګرو ملتونو پر وبپاڼه د سېپټېمبر پر ۱۵مه د جمهوریت د نړیوالې ورځې پر مناسبت د جنرل سېکرېټري انتونیو ګویتېرېش لخوا په یو بیان کې راغلي دي چې جمهوریت باید د هېوادونو ادارې داسې مضبوطې کړي چې په بیړنیو حالاتو، شخړو او نورو مسلو کې حکومتونه خپلو ولسونو ته د ښه صحت، روزګار، تعلیم او په نورو برخو کې سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

د جمهوریت پر مخ خنډونه څه دي؟

د پنجاب د پاکپتن سیمې د سیاسیاتو یو استاد او د سیاسي چارو څېړونکی پروفیسر امیر حمزه ویرک د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د پوځي امریت درې لوی دورونه تېر شوي دي او په دغه هېواد کې د جمهوریت په اصلي شکل کې راتلل به لا هم وخت اخلي.

دی وايي: "اوس خو ټاکنې کېږي، په ظاهره مارشل لا نه شته، خو تر څه حده تاسو دا ویلای شئ چې هغه شان جمهوریت نه شته څنګه چې په غربي هېوادونو کې دی.''

نوموړی زیاتوي: ''موجوده صورتحال ته تاسو کنټرول ډېموکراسي ویلای شئ، څنګه چې په ۱۹۶۰ز کال او په ۷۰مه لسیزو کې وه، دلته سیاسي ګوندونه هم د ادارو خپلواکۍ لپاره غږ پورته کوي خو د دوی دغه جدوجهد لا روان دی نو په پاکستان کې جمهوریت لا هم په ارتقایي عمل کې دی."

د سېپټېمبر پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د خبریالانو د احتجاج پر وخت د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وویل، موجوده حکومت هم د پخواني پوځي امرانو غوندې یو کنټرول میډیا او یو کنټرول پارلېمان جوړول غواړي.

نوموړي وویل، څنګه چې سیاسي ګوندونو د جنرال ضیاالحق د بندیزونو او تورو قوانینو خلاف احتجاج کړی وو داسې به دوی د موجوده حکومت د هغو قوانینو خلاف هم راوځي چې پر رسنیو بندیزونه او یا د اظهار پر ازادۍ قندغنونه لګوي.

خو بلخوا پروفېسر فهیم الله وایي، په پاکستان کې سیاسي ګوندونه هم ډېرې کمزورۍ لري.

ده وویل: "سیاسي ګوندونه د جمهوریت روح دی که دغه کمزوري وي نو ډېموکراسي پرمخ نه شي تلای او له بده مرغه د پاکستان سیاسي ګوندونه دننه او له نورو سیاسي مشرانو سره اختلافات لري او د دغې اختلافاتو له وجې ډېموکراسي وده نه کوي."

فهیم الله خان وایي, باید سیاسي ګوندونه په یوه پارټۍ کې دننه انتخابات په جمهوري طریقو وکړي او له موروثي سیاسته ځانونه وباسي.

څېړونکي وایي, جمهوریت یو داسې حکومتي نظام ته وايي چې د ولس په خوښه او رایو منتخب شوی وي او د ولس د حقونو خوندي ساتلو او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي. د دوی په خبره یو کمزوری جمهوري نظام هم د یو امرانه نظام نه بهتره وي.

د سیاسي چارو څېړونکی پروفیسر اعجاز خټک په پاکستان کې د جمهوریت د موجوده صورتحال په اړه وایي:"دلته موږ سره په اییني طور ازاده عدلیه ده، ایین شته، قانون شته، منتخب پارلېمان دی وزیراعظم لرو که دې ته ګورئ خو جمهوریت دی خو په عمل کې داسې نه ده ، نه پارلېمان فېصله ساز دی نه ادارې خپلواکه دي نو که عمل ته ګورو اوس هم اوږد مزل پاتې دی پاکستان چې د جمهوریت پر لار دوه درې ګامه مخکې ولاړ شي نو پر دغه لاره شاته هم ۱۰ قدمه ځي نو بس دغه لا د پاکستان کیسه ده."

د پاکستان مخالفه سیاسي ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند موجوده حکومت د پوځ په خوښه راغلی دی او ځکه هم داسې پالیسیانې پر مخ وړي چې د هېواد د جمهوریت او جمهوري ادارو د کمزورۍ سبب جوړېږي خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند وفاقي حکومت دغه تورونه بې اساسه بولي او وایي، د ګوند ټول غړي یې د ولس په رایو منتخب شوي او د هېواد اقتصاد ښه کول، ولس ته روزګار ورکول او د جمهوري ادارو پرمختګ یې لومړۍ ترجیح ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG