د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېثاق پاکستان په نوم ممکنه تړون به پاکستان جمهوري غورځنګ پیاوړی کړي؟


PAKISTAN-POLITICS/PROTESTS
PAKISTAN-POLITICS/PROTESTS

د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ وايي، د میثاق پاکستان په مسوده کار کوي چې د منظورۍ لپاره به د اتحاد په راتلونکې غونډه کې وړاندې شي.

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي ایم ) جنرل سیکټري او د مسلم لیګ نواز یو مشر شاهد خاقان عباسي د اګست پر ۲۱ مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د میثاقِ پاکستان په نوم دې موافقه کې به اوسني حالات او د ولس ستونزې په پام کې نیول کېږي.

د سیاسي چارو څېړونکي قرېش خټک د اګست په ۲۲ مه مشال رېډیو ته وویل چې د ده په اند پي ډي ایم ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی او اوس یې د بیا ترلاسه کولو هڅې کوي.

پاکستان جمهوري غورځنګ به بیا پیاوړی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

'پي ډي ایم د سېویلین رول یا ولسي حکومت د برلاسي لپاره جوړ شوی وو خو په دې لاره کې د موجودو خنډونو په اړه حقیقت په ډاګه نه شي ویلای نو ځکه پیپلز پارټي او عوامي نېشنل ګوند له دې وتلي او هر سیاسي اقدام ته یې د شک په سترګه ګوري. دا راز د دوی په ایجنډا کې د ولس موجوده ستونزې حل کول هم اولنۍ ترجیح نه ده نو ځکه ولس نور د پي ډي ایم په هڅو کې دلچسپي نه اخلي. اوس که دوی چارټر اف پاکستان جوړوي او که بل څه، ولس یې تر شا نه درېږي.'

قرېش خټک زیاته کړه چې له پي ډي ایم څخه د عوامي نېشنل ګوند او پیپلز پارټۍ تر وتلو وروسته دا اتحاد کمزوری شوی دی.

دا چې ایا پاکستان جمهوري غورځنګ په رښتيا هم ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی او غواړي چې د میثاقِ پاکستان له لارې دغه ملاتړ ترلاسه کړي؟

په اتحاد کې د شامل مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر صدیق الفاروق يې په ځواب کې وايي چې د پي ډي ایم ولسي ملاتړ تر مخکې وختونو په مقابله کې نور هم زیات شوی خو دا نوې موافقه به د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو ترمنځ همکاري لا پياوړې کړي.

'پي ډي ایم به عوامي ملاتړ له لاسه ورکړی وای خو که د وزیراعظم عمران خان حکومت د عوامو ستونزې حل کړې وای. تاسو ګرانۍ ته وګورئ، تاسو بې روزګارۍ ته وګورئ، د امن و امان حالت وګورئ، اقتصاد او په عالمي سیاست کې د ملک حال څومره لاندې تللی. بلخوا پي ډي ایم د ولس سره ولاړ دی او دغه ټولې مسلې راپورته کوي او د حل غوښتنه یې کوي'

د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد د ۲۰۲۰ز کال په ستمبر کې جوړ شوی وو او تور پورې کوي چې د وزیراعظم عمران خان حکومت د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د درغلیو لارې جوړی شوی او دوی یې ختمول غواړي. خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن یاد انتخابات شفاف بولي او وزیراعظم عمران وايي چې پي ډي ایم خپل مشران د احتساب نه بچ کول غواړي خو بریالي به نه شي.

په پېښور پوهنتون کې د سیاسیاتو د څانګې استاد ډاکټر عبدالروف وايي چې په تیرو وختونو کې د میثاقِ جهوریت په نوم شوې موافقې په نتیجه کې هم د پاکستان جمهوري نظام ډیره وده کړې وه او هیله ده چې میثاقِ پاکستان به هم د جمهوریت او ولس په ګټه وي.

د پاکستان جمهوري غورځنګ ملاتړي د انتخاباتي کميشن دفتر مخې ته احتجاح کوي.عکس-ارشېف
د پاکستان جمهوري غورځنګ ملاتړي د انتخاباتي کميشن دفتر مخې ته احتجاح کوي.عکس-ارشېف

'په میثاقِ جمهوریت کې شامل زیاتره نکات عملي شوي. تر ټولو مهمه خبره یې دا وه چې د غیر جمهوري قوتونو په مرسته به د جمهوري حکومتونو نسکورولو څخه ډډه کوي نو که تاسو وګورئ په اول وار د پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز ګوند خپلې خپلې پنځه کلنې دورې مکمل کړې. په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو انضمام او صوبو ته د زیات واک اختیار ورکولو خبرې هم عملي شوې."

د ده په وينا، نو که اوس سیاسي ګوندونه کښېني او ځینې مځکني حقيقتونو ته په کتو سره کومه موافقه لاسلیکوي نو دا به نه یوازې د سیاسي ګوندونو بلکې د ملک او قام لپاره په ګټه تمامه شي.

د میثاقِ جمهوریت په نوم موافقه په ۲۰۰۶م کال کې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف او د پیپلز پارټۍ مشرې بینظیر بوټو په لندن کې لاسلیک شوې وه چې پکې د نورو خبرو ترڅنک يوه دا هم وه چې په واک راتلو وروسته به د غير جمهوري قوتونو چې اشاره يې پوځ ته وه د يو بل حکومت نه رانسکوروي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG