د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيسور اوسېدونکو څلور ورځې وروسته پرلت پای ته رسولی


ځايي خلکو په سيمه د امن غوښتنه کوله او ويلي يې ول چې پوځ د عملياتو پر مهال عام ولس ځوروي.
ځايي خلکو په سيمه د امن غوښتنه کوله او ويلي يې ول چې پوځ د عملياتو پر مهال عام ولس ځوروي.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د خیسور اوسېدونکو د جنورۍ پر شپږمه ماښام له حکومتي جرګې سره تر خبرو وروسته خپل څلور ورځنی پرلت پای ته ورساوه.

د پرلتوالو یوه مشر جمال داوړ او د شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان د جنورۍ پر شپږمه ناوخته مشال راډیو ته وویل، احتجاجي ناسته تر هغې وروسته پای ته ورسېده چې حکومت د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د امنیتي عملیاتو پرمهال به ولس نه ځورول کېږي او ژوند به یې محفوظ وي.

د خیسور اوسېدونکو د جنورۍ پر درېیمه تر هغې وروسته احتجاجي ناسته پیل کړه چې د ډېسېمبر پر ۳۰مه په سیمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښته کې د څلور سرتېرو تر وژنې وروسته پوځ هلته عملیات وکړل چې پکې د سیمې د خلکو په وینا، پر دې مهال پوځ د ولسي وګړو ځورول پيل کړل او يو شمېر خلک يې له کورونو وايستل.

ځايي خلک وايي، د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د جان سدې په نوم یوه ۱۲ کلنه نجلۍ هم ووژل شوه.

پوځ د جان سدې په نوم د ماشومې د وژنې د تور په اړه څه نه دي ویلي خو یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر څلورمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې ځواکونه د کارروايۍ پرمهال د ولسي وګړو ژوند ته پام کوي.

پرلتوالو په خپل احتجاجي کېمپ کې د جان سدې لپاره د انصاف غوښتنه هم کوله او په پرلت کې يې په دې تړاو لوی بېنرونه لګولي ول.

د مشال راډیو د معلوماتو او له حکومتي شمېرو سره سم، په ۲۰۲۱ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۱۴۸ حملې او نښتې شوې وې چې پکې لسګونه ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي ووژل شول.

په هغو حملو کې د سړک تر غاړې ښخو بمونو ۴۵ چاودنې هم شاملې وې. که څه هم د ډېریو حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه، خو د ګڼو هدفي بريدونو نه خو ذمه واري چا منلې او نه يې هم عاملين نيول شوي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې وسله وال عملیات پیل کړل چې تر شاوخوا دوو کلونو روان ول.

په ۲۰۱۶ز کال کې پوځ د عملیاتو بریا اعلان کړه چې ورسره سم، د څه د پاسه یو میلیون بې کوره شویو خلکو د ستنېدو بهیر پیل شو.

د پاکستان حکومت وايي، تر ۹۵ فیصده زیات بې کوره شوي کسان یې خپلو کلیو ته ستانه کړي دي او اوسمهال له افغانستانه د شمالي وزیرستان د زرګونه کډوالو کورنیو د ستنېدو بهیر روان دی.

XS
SM
MD
LG