د لاسرسي ځای

تازه خبر

درې مسیدو جرګه: حکومت او طالبان دې موږ ژوند کولو ته پرېږدي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د درې مسید مشرانو جرګه او احتجاجي لاریون، د ډېسېمبر پر ۳۰مه، په ټانک کې، د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته وشو.

په دغه جرګه کې له حکومته دا غوښتنه وشوه چې د هدفي وژنو مخنیوی دې وکړي او په سیمه کې د امن قایمولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.

د جرګې یو مشر، پخواني سېنېټر مولانا صالح شاه مشال رېډيو ته وویل چې حکومت د هغوی پر غوښتنو ځان غلی کړی نو ځکه مجبور شول چې د احتجاج له لارې خپلې مطالبې په حکومت و مني.هغه وايي:

"مسيد قوم له ۲۰ کلونو راهېسې د صبر او زغم نه کار اخلي، له ۱۴ کلونو راهېسې موږ کډه په سر (خانه بدوش) یو، خو حکومت په دې نه پوهېږي او ځان یې ړوند او کوڼ اچولی دی. حکومت ته وایو چې زموږ د امن او پرمختګ لپاره پرېکنده فیصلې وکړه. دا تر نن ورځې پورې چې پر موږ څه تېرېږي، دا د حکومت له وجې نه دي. د امن د راوستلو ذمه واري د حکومت وي، امن دې راولي."

مولانا صالح شاه زیاته کړه که حکومت یې غوښتنې و نه منلې نو په راتلونکي کې به په لوی احتجاج لاس پورې کړي.

د سیمې یو بل ملک سعید انور مشال راډیو ته وویل، مسید مجبور شوي چې د احتجاج له لارې د پاکستان د حکومت نه د خپلو حقونو غوښتنه وکړي. هغه وايي، حکومت د ۲۰۰۹ کال راهېسې په سیمه کې د راه نجات په نوم عملیات پیل کړي خو تر ننه داسې نه ښکاري چې حکومت دې ګینې له ترهګرو نجات حاصلوي بلکې داسې ښکاري لکه د قوم نه چې ځان خلاصول غواړي. نوموړی وړاندې وايي:

"چې چیرته هم ځمکلاندې بمي چاودنه وشي، حکومت په قوم پسې کسان راولېږي، خلک و ځورول شي، هغوی ته تکلیف ورسېږي، په تېر یوه میاشت کې زموږ درې ځوانان د هدفي برید ښکار شول، نو موږ به تر کله داسې وخت تېروو؟ "

د سیمې یو بل مخور ایډوکیټ شېرپاو مسید مشال راډیو ته وویل، تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت دې مسید قام پرېږدي چې په خپله سیمه کې ارام او سوله ییز ژوند تېر کړي. نوموړي وویل، د هغوی قوم ګڼي چې حکومت او طالبانو دواړو د مسیدو د ځورولو لپاره لاس یو کړی دی. هغه وړاندې وویل:

"موږ دا نه منو چې دلته ترهګر راغلي دي، دا ترهګر جوړ کړي هم حکومت دي او دلته راوستي هم حکومت دي، پیدا کړي هم دوی دي او تربیت هم دوی ورکړی دی."

شیرپاو مسید زیاته کړه، حکومت د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه کټارې ودرولې نو بیا د تحریک طالبان پاکستان غړي په کومه لار پاکستان ته واپس راغلل؟

د پاکستان حکومت تل د وسله والو ډلو او په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان سره د لاس لرلو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هغوی وخت په وخت د وسله والو پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي دي.


د جنوبي وزیرستان ډېپټي کمشنر خالد اقبال مشال رېډيو ته وویل دا ریښتیا ده چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ولس پر ضد بریدونه اوس هم کېږي خو د پخوا په نسبت په سیمه کې امنیتي حالات ښه دي. نوموړي زیاته کړه چې د امن لپاره اقدامات روان دي. هغه وايي:

"په دې کې شک نشته چې اوس هم په سیمه کې خال خال د بدامنۍ پېښې مخې ته راځي او پکې زیاتره امنیتي ځواکونه په نخښه کېږي او کله کله ملکي کسان هم د پېښو ښکار شي، دا د ځايي خلکو تر څنګ امنیتي ځواکونو او حکومت لپاره هم د پرېشانۍ سبب ګرځي خو دا ده چې حکومت هم غلی نه دی ناست او اقدامات روان دي نو امید لرو چې دا پېښې به تکرار نه شي."

نوموړی وايي، د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډېدو وروسته د اصلاحاتو عمل روان دی او ورځ تر بلې امنیتي ځواکونه د قوي کېدو په لوري روان دي نو هغوی ګڼي چې د بد امنۍ پېښې به زر ختمې شي او د سیمې ولسونه به د ارامۍ سا واخلي.

XS
SM
MD
LG