د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په وسله والو بریدونو کې ۵ سرتېري وژل شوي


چارواکي وايي، یو برید د ډېسېمبر پر ۳۰مه او بل تر دې یوه ورځ مخکې په میرلي کې شوی.
چارواکي وايي، یو برید د ډېسېمبر پر ۳۰مه او بل تر دې یوه ورځ مخکې په میرلي کې شوی.

چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرلي کې په دوو جلا جلا بریدونو کې څلور امنیتي سرتېري او یو پولیس وژل شوی دی.

یو امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو کولو اجازه نه لرله مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د ډېسېمبر ۳۰مې پر سهار د میرلي په کرکڼه پر امنیتي ځواکونو حمله وکړه چې پکې څلور سرتېري ووژل شول.

د ده په خبره، د وسله والو تر حملې وروسته امنیتي سرتېرو هم ځوابي کارروايي وکړه او دا چې هلته یې د لټون عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

دې چارواکي زیاته کړه چې تر اوسه د وسله والو د مرګ ژوبلې معلومات نه لري.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

تر دې یوه ورځ مخکې د ډېسېمبر پر ۲۹مه وسله والو په میرلي کې یو پولیس سرتېری وویشت.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر عقیق حسین مشال راډیو ته وویل، پر موټرسایکل سپرو پټمخیو وسله والو د میرلي په څلورلاره کې پر سرتېري ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

حسین زیاته کړه چې پولیس سرتېری د دندې پرمهال وژل شوی دی.

پر پولیس سرتېري د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي.

د ډېسېمبر پر ۲۵مه په درې جلا،جلا حملو کې یو سرتېری وژل شوی او اووه ژوبل شوي ول.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر شپږمه د میرلي په عیدک کې وسله والو پر پولیسو حمله وکړه او څلور سرتېري یې ټپیان کړل.

وسله والو پر امنیتي ځواکونو له بریدونو پرته پر ولسي وګړو هم هدفي حملو ته دوام ورکړی دی. په ۲۰۲۱ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۶۳ هدفي بریدونه شوي دي چې پکې د سرتېرو او حکومتي کارکوونکو په ګډون لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سیمې خلکو او فعالانو روان کال او تر دې مخکې په ۲۰۲۰ز کال کې د هدفي حملو ضد څو ځلې مظاهرې وکړې او پر حکومت یې ټینګار وکړ چې نه یوازې د بریدونو مخه ونیسي بلکې په پخوانیو حملو کې ککړ کسان ګرفتار او د قانون منګولو ته وړاندې کړي.

د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکو هم بیا بیا هوډ ښوولی چې د شمالي وزیرستان امنیت ته ژمن دي. پوځي چارواکي وايي، په تېرو څه د پاسه درو کلونو کې یې د لټون عملیاتو پرمهال مشکوک وسله وال نیولي او په نښتو کې یې د هدفي بریدګرو په ګډون لسګونه وسله وال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG