د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتونخوا حکومت: انتخاباتي کميشن ته مو د دوهم پړاو بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو خواست کړی و


د خيبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات د ډېسېمبر پر ۱۹مه وشول.
د خيبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات د ډېسېمبر پر ۱۹مه وشول.

په خېبر پښتونخوا کې الیکشن کمېشن د رسینو د هغو راپورونو په اړه ناخبري ښودلې چې ګواکې واکمن تحریک انصاف ګوند ورته د بلدیاتي انتخاباتو د دوهم پړاو د ځنډولو خواست کړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهیل احمد د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال رېډیو ته وویل، دوی په دې اړه څه معلومات نه لري چې واکمن ګوند ورسره د انتخاباتو د ځنډولو لپاره رجوع کړې ده.

نوموړي وویل:" د پاکستان الیکشن کمېشن به په دې اړه فېصله کوي چې دا انتخابات به کله کوي. خو فې الحال موږ ته داسې څه علم نشته. صوبايي الېکشن کمېشن خیبر پښتونخوا له طرفه زه ستاسو سره خبره کوم نو الیکشن کمېشن پاکستان اسلام اباد به په دې غور او فېصله کوي چې د انتخاباتو دویمه مرحله کله وکړي او شیډول یا جدول یې کله جاري کړي؟"

ټاکل شوې چې په خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو دویم پړاو د راتلونکي ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې وشي.

تر دې مخکې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو سږکال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د صوبې په ۱۷ ضلعو کې وشو چې پکې درې قبایلي ضلعې هم شاملې وې.

په عین حال کې د خېبر پښتونخوا د خواري کښو د چارو وزیر شوکت یوسفزي د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال رېډيو ته وویل، حکومت نه بلکې د مالاکنډ او هزارې ډویژن ولس الیکشن کمېشن ته هلته په جنورۍ کې کیدونکو بلدیاتي انتخاباتو د ځنډولو درخواست کړی ځکه چې په ژمي کې هلته د خلکو تګ راتګ ډېر ګران شي.

یوسفزي زیاته کړه:" د هزارې او مالاکنډ ډویژن عامو خلکو الیکشن کمېشن ته درخواست کړی چې هلته ژمی دی، واوره ده او ډېر مشکلات دي، هلته غرونو ته انتخاباتي عمله رسول به ډېر ګران وي نو انتخابات به څنګه کېږي؟ دوی وايي چې د دوی ډېر خلک په ژمي کې میداني سیمو ته تللي او په مارچ اپرېل کې واپس راځي. چې څه انتظامات دي هغه خو موږ کړي دي، ډيوټیانې هم لګېدلي دي خو یوازې دا خبره ده چې څنګه به هر څه کېږي ځکه چې یو خو واوره ده او په تېره په جنورۍ کې خو هلته ډېره واوره کېږي او سړکونه ټول بند وي. موږ خو ورته ویلي اوس به ګورو چې هغوی (الیکشن کمېشن) زموږ خبره مني یا نه مني. موږ تر انتخاباتو مخکې ورته خپل شیډیول لېږلې و او ورته مو خواست کړی و چې د دویم پړاو انتخابات د مارچ، اپرېل وروسته وکړي. اوس د هغوی خپله خوښه ده چې کوي یې که څنګه؟ موږ ورته تیار یو."

د خېبر پښتونخوا بلدیاتي انتخاباتو په دویم پړاو کې هغه غرئیزې سیمې شاملې دي چې پکې په جنورۍ کې سخته واوره کېږي.

په پېښور کې د سیاسي چارو شنوونکي محمود جان بابر د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال رېډيو ته وویل چې دا په منطق ولاړه خبره ده چې په غرئیزو سیمو کې چېرته چې واورې کېږي، هلته به په جنورۍ کې انتخابات ممکن نه وي او که کېږي هم نو ډېر خلک به له رایو اچولو بې برخې شي.

نوموړی وايي:"دا چې کومې سیمې تاسو یادوئ، دا ټولې غرئیزې هغه دي. په دې کې واورې شوي دي. زما په فکر هلته به الیکشن ممکن نه وي. نو ځکه پکار ده چې په هغو سیمو کې انتخابات دې د واورو له ویلي کېدو وروسته وشي. ځکه چې په هغو سیمو کې چېرته چې د خلکو کورونه په واورو کې وي، په تګ راتګ کې ورته مسلې وي. نو که دا الیکشن کمېشن کوي، که تحریک انصاف او که هر څوک یې کوي، دا د منطق له پلوه ټیک خبره ده."

په خېبر پښتونخوا کې ټولې ۳۵ ضلعې دي. د خېبر پښتونخوا بلدیاتي انتخاباتو دويم پړاو کې به په پاتې ۱۸ ضلعو کې انتخابات کېږي چې پکې پاتې څلور قبایلي ضلعې اورکزی، کورمه، شمالي او جنوبي وزیرستان شامل دي. د انتخاباتو نېټه تر دې دمه نه ده معلومه.

د خېبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د ډېسېمبر ۱۹مې بلدیاتي انتخاباتو لومړي پړاو کې له غېر حتمي او غېر سرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) په صوبه کې د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي. په دې ضلعو کې ټول ۶۶ تحصیلونه دي چې پر ۶۳ يې انتخابات وشول.

XS
SM
MD
LG