د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم له اعلاوزیره د بلدیاتي انتخاباتو نتیجو په اړه سپیناوی غوښتی


د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو تر سره شو.
د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو تر سره شو.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلا او د پاکستان وزیراعظم د هغې صوبې په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو پر نارسمي نتیجو خبرې کړې دي.

راپورونه وايي، وزیراعظم عمران خان له وزیراعلا محمود خانه د ډېسېمبر پر ۲۲مه وضاحت وغوښت چې د ډېسېمبر ۱۹مې په انتخاباتو کې یې واکمن ګوند تحریک انصاف ولې د زیاتو څوکیو په ګټلو و نه توانېد.

د هغه ګوند سرچینو مشال راډیو ته وویل، د خیبر پښتونخوا وزیراعلا وزیراعظم ته په دې اړه یو راپور وړاندې کړی چې پکې ویل شوي، د ګوند مهمو چارواکو ترمینځ اختلاف، نامناسبه کسان نوماندول او د ګوند ځینو غړو له خوا د خپلو پر ځای د نورو نوماندانو حمایت د دې سبب شو چې تحریک انصاف کمې څوکۍ وګټي. خو د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت او تحریک انصاف ګوند رسماً په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړي پړاو کې له غېر حتمي او غېر سرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) په صوبه کې د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي. په دې ضلعو کې ټول ۶۶ تحصیلونه دي چې پر ۶۳ يې انتخابات وشول.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه د انتخاباتي کمېشن له غېرحتمي او غېرسرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) پر ۱۷ تحصيلونو، واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف پر ۱۲، عوامي نېشنل ګوند پر شپږ، پاکستان مسلم ليګ نواز پر درو، پاکستان پيپلز ګوند، جماعت اسلامي، مزدور کسان پارټۍ او تحریک اصلاحات پاکستان ګوند پر يو، يو تحصيل کاميابي ترلاسه کړې ده. نارسمي نتیجې ښيي چې د دې تر څنګ اووه ازاد نوماندان هم بريالي شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG