د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان بلدیاتي انتخاباتو کې د خرابې کارکردګۍ پر سر د خپل ګوند تنظیمونه ړنګ کړل


عمران خان وايي په بلدیاتي انتخاباتو کې د تحریک انصاف کارکردګۍ نهیلی کړی دی - انځور له ارشیفه
عمران خان وايي په بلدیاتي انتخاباتو کې د تحریک انصاف کارکردګۍ نهیلی کړی دی - انځور له ارشیفه

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په خیبر پښتونخوا کې د ډېسمبر ۱۹مې بلدياتي انتخاباتو پرمهال د خپل ګوند پر کارکردګۍ د مايوسۍ څرګندونه کړې او په صوبه کې یې د خپل ګوند ټول تنظيمونه ړنګ کړي دي.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزير فواد چودري د ډېسېمبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، دا اعلان وزیراعظم د جمعې پر ورځ په هغه غونډه کې کړی چې پکې د هغه سلاکارانو، د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوالانو، د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان او د دفاعي چارو وزیر پروېز خټک ګډون وکړ.

د چودري په خبره، وزیراعظم عمران خان وویل چې پر خانداني یا میراثي سیاست باور نه لري او وړتیا او قابلیت مهم بولي. نوموړي زياته کړه چې وزیراعظم د تحريک انصاف د مشر منتظم په ګډون ټول ګوندي مشران له خپلو دندو لیرې کړې دي او یوه نوې ګوندي اییني کمېټي یې جوړه کړې.

بلخوا د واکمن ګوند يو پارلېماني غړي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په غونډه کې وزيراعظم په ښکاره وويل چې د دویم پړاو بلدياتي انتخاباتو لپاره به نوماندان خپله غوره کوي.

تر دې مخکې، د ډېسېمبر پر ۲۲مه وزیراعظم له اعلاوزیر محمود خانه سپیناوی غوښتی وو چې د ډېسېمبر ۱۹مې په بلدیاتي انتخاباتو کې یې واکمن ګوند تحریک انصاف ولې د زیاتو څوکیو په ګټلو و نه توانېد.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړي پړاو کې له غیر حتمي او غیر سرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) په صوبه کې د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي. په دې ضلعو کې ټول ۶۶ تحصیلونه دي چې پر ۶۳ يې انتخابات وشول.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه د انتخاباتي کمېشن له غیرحتمي او غیرسرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) پر ۱۷ تحصيلونو، واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف پر ۱۲، عوامي نېشنل ګوند پر شپږ، پاکستان مسلم ليګ نواز پر درو، پاکستان پيپلز ګوند، جماعت اسلامي، مزدور کسان پارټۍ او تحریک اصلاحات پاکستان ګوند پر يو، يو تحصيل کاميابي ترلاسه کړې ده. نارسمي نتیجې ښيي چې د دې تر څنګ اووه ازاد نوماندان هم بريالي شوي دي.

ټاکل شوی چې په خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو دویم پړاو د راتلونکي کال د جنورۍ په نیمايي کې وشي.

XS
SM
MD
LG