د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سفر هدف؟


افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان په بلنه د نومبر پر لسمه په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویاند عبدالقهار بلخي د نومبر پر لسمه پر خپل ټوېټر لیکلي چې د امیر خان متقي په مشرۍ دې وفد کې د خزانې او تجارت وزیران او ځینې افغان کاري ډلې هم د پاکستان سفر کوي. بلخي زیاته کړې چې دا وفد به له پاکستاني چارواکو سره د خپلمنځي اړیکو د ودې، اقتصاد، تجارت، د کډوالو او هم دا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د خلکو د تګ راتګ لپاره په اسانتیاوو خبرې اترې کوي.

دا چې لاهم افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د نړۍ هېڅ یو هېواد نه دی تسلیم کړی نو په داسې حالاتو کې یې اسلام اباد ته تللی وفد له خپله کېدونکې سفره څومره ګټه پورته کولای شي؟ دا پوښتنه مو د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو چارو د زده کړو څانګې له مشر ډاکټر سرفراز خان سره وڅېړله. نوموړی وايي دا مهال د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره د تضاد ښکار ده نو په دې حالاتو کې مشکله ده چې اسلام اباد ته د امیر خان متقي سفر مثبتې نتیجې ورکړي:

''یو اړخ ته پاکستان له نړۍ غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني خو بل اړخ ته وخت په وخت له افغانستان سره لارې بندوي او افغان کډوال نه پرېږدي چې پاکستان ته راشي. د طالبانو په واکمنۍ کې او د ژمي له راتګ سره په افغانستان کې لوږه زیاته شوې او د خوراکي موادو قلت دی خو پاکستان نړیوالو مرستو ته لاره نه ورکوي او نه هم په خپله دومره وس لري چې له افغان ولس سره په مکمله توګه خوراکي مرستې وکړي. البته خپلمینځی تجارت او د خلکو تګ راتګ کې مرسته کولی شي چې دواړو خواوو ته د خلکو په ګټه ده نو هغه هم نه کوي.''

د نومبر په نهمه جاري کړي خپل بیان کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي تر خپله وسه یې هڅه کړې چې افغان ولس ته بشري او اقتصادي مرستې ورسوي. دا راز پاکستاني چارواکو په بېلا بېلو وختونو کې د لارو د تړل کېدو په هکله ویلي چې دا کار د کورونا وبا خپرېدو او وسله والو د اوښتو رااوښتو د مخنیوي لپاره کوي.

بلخوا د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند وايي چې طالبان او پاکستاني چارواکي د امیر خان متقي د سفر په اړه ځینې خبرې په ښکاره کوي خو په سفارتي سفرونو کې ځینې خبرې د پردې تر شا هم کېږي:

''په دې کې په ځینو نورو مهمو مسلو هم خبرې کېدای شي لکه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنه. د امیر خان متقي په مشرۍ دا وفد به خامخا له پاکستانه دا غوښتنه کوي چې په دې کې ورسره مرسته وکړي، یعنې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني نو دا راز به د نړیوالو لخوا د دوی د حکومت په رسمیت د پېژندنې لپاره لاره هواري شي. له دې سره به د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ادارو سره همکاري کولی شي او هغو پیسو ته به هم لاس رسی ولري چې په رسمیت د افغانستان د حکومت نه منل کېدو له وجې ترې نړیوالو ادارو نیولو دي.''

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر په نهمه په اسلام اباد کې د پاکستان د وفاقي کابینې له غونډې وروسته د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد احمد چودري یوې خبرې غونډې ته وویل چې نړیوال دې له افغانستان سره مرستې وکړي. نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان حکومت په را روانه دسمبر میاشت کې د افغانستان په هکله د اسلامي هېوادونو د تنظیم (او ای سي) د غونډې رابللو پلان هم لري.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG