د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: نړۍ دې له طالبانو سره اړیکې نه‌ شلوي


ارشیف، د ۲۰۲۰ کال په اګسټ میاشت کې په پاکستان کې د شاه محمود قریشي او د ملا برادر په مشرۍ د یوه طالب پلاوي لیدنه
ارشیف، د ۲۰۲۰ کال په اګسټ میاشت کې په پاکستان کې د شاه محمود قریشي او د ملا برادر په مشرۍ د یوه طالب پلاوي لیدنه

نن د نومبر پر ۱۱مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د (ټرایکا پلس) ناسته پیل شوه چې د کوربه هېواد (پاکستان) د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ړرته پرانستونک وینا وکړه.

هغه وویل، نړۍ دې له طالبانو سره خپلې اړیکې نه‌ پرې کوي ځکه د ده په وینا طالبان له نړۍ سره تعامل غواړي او د یو باثباته او په پښو ولاړ افغانستان لپاره هڅې د ټولې نړۍ یو ګډ مسولیت دی.

نوموړي نن د (ټرایکا پلس) په ناسته کې پر نړیوالو غږ وکړ چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.

د نوموړي په وینا، هېڅ یو هېواد نه‌ غواړي چې افغانستان دې یو ځل بیا د جګړې په میدان بدل شي.

قریشي زیاتوي: ​"نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو بیړنۍ مخه ونیسي، روغتیا، تعلیم او خلکو ته د عامه خدماتو د ښه کېدو لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي او د افغانستان اقتصاد چې اوس‌مهال له سختو ستونزو سره مخ دی باید د ثبات او بیارغونې لپاره‌ یې جدي کار ته زمینه برابره شي."

شاه محمود قریشي وویل، د افغانستان د ثبات لپاره باید توله نړۍ جدي کار وکړي.

طالبان بیا وايي، پاکستان ته د دوی تللی پلاوی به د (ټرایکا پلس) غونډې له ګډونوالو سره وګوري او هیله‌مندي شته چې یو ښه پایله ترلاسه کړي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت یو پلاوی چې د بهرنیو چارو، د ماليې او سوداګرۍ وزیران په‌کې دي اسلام‌اباد ته رسېدلي دي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره وګوري او بل هلته په اسلام‌اباد کې د ترویکا ناسته کېدونکې ده، د اسلامي امارت استازي به هلته هم د دې غونډې له ګډونوالو سره وګوري او هیله شته یوه ښه پایله ترلاسه شي."

سره له دې چې په پاکستان کې د ټرایکا پلس ناستې د اجنډا په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، په دغه ناسته کې د افغانستان د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او دا چې افغانستان څنګه له بشري ناورین څخه وساتل شي د بحث وړ مسایل وي.

له دې سره هم‌مهاله بیا د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، تللی افغان پلاوی به هلته په پاکستان کې د دې هېواد له چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو په برابرولو هم خبرې وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۸مه روسیه کې ترویکا غونډه
د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۸مه روسیه کې ترویکا غونډه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا هم په یوه اعلامیه کې د بحث وړ مسایل همدا یاد شوي، خو په‌کې راغلي چې د سیمه‌ییز اتصال، هوایي او ځمکنیو لارو په اړه به هم خبرې کېږي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان به د ترویکا پلس ناستې په څنډه کې د غونډې له ګډونوالو سره وګوري.

له دې وړاندې په دوحه کې د اګسټ په میاشت کې دغه ناسته ترسره شوې وه او بیا ځلي یې د اکټوبر په ۱۹مه په روسیه کې دغه ناسته ترسره شوې، خو هغه مهال په‌کې امریکا ګډون نه‌ و کړی.

دا په داسې حال کې ده له کله نه چې طالبان واک ته رسېدلي، د سیمې او ګاونډ هېوادونو د افغانستان په اړه بېلابیلې غونډې پیل کړي، خو تر اوسه یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG