په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا بریدونو کې د پاکستان پوځ یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
امنیتي او استخباراتي چارواکيو مشال راډيو ته ويلي چې د نومبر پر ۲۹مه په ميرلي کې د وسله والو په بريد کې يو عسکر وژل شوی او د نومبر پر ۲۸مه په شوال کی وسله والو په بريد کې دوه نور ژوبل کړي دي.
چارواکي وايي، ژوبل عسکر یې د درملنې لپاره د میرام شاه پوځي روغتون ته وړل شوي.
امنیتي چارواکي وايي چې د برید نه پس په سیمه کې د وسله والو پرضد د لټون عملیات پيل کړي.
د بریدونو زمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
د نومبر پر ۲۷مه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې هم پر امنیتي ځواکونو برید شوې وو چې پکې دوه پوځیان وژل شوي وو.