د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې پوځ د څلور وسله والو د وژلو ادعا کوي


دا نښتې پر داسې مهال ترسره کېږي چې د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرې هم روانې دی.
دا نښتې پر داسې مهال ترسره کېږي چې د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرې هم روانې دی.

پاکستاني چارواکي وايي، د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې امنیتي ځواکونو څلور وسله وال طالبان وژلي دي.

یو امنیتي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه ماښام د دته خېلو په کمه لګاډ سیمه کې امنیتي ځواکونه د لټون په عملیاتو بوخت ول چې له وسله والو سره مخامخ شول او د ډزو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د نومبر پر ۲۸مه او ۲۹مه، د شمالي وزیرستان په میرلي او شوال کې، وسله والو پر پاکستاني عسکرو ډزې کړې وې چې په ترڅ کې یې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو.

دا نښتې پر داسې مهال ترسره کېږي چې د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرې هم روانې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG