د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې لاهم د نجونو ښوونځي تړلي دي


په کابل د نجونو ښوونځی
په کابل د نجونو ښوونځی

َپر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو درې میاشتې کېږي، خو لا هم ملیونونه نجونې له ښوونځیو محرومې دي.

اوس‌مهال، د طالبانو حکومت د افغانستان په څو محدودو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته زده‌کوونکې ښوونځیو ته پرېږدي.

له شپږم ټولګي پورته د ملیونونو نجونو په مخ د ښوونځیو تړل په هېواد کې دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي.

طالبانو تل ویلي چې دوی په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره پر یوې کړنلارې کار کوي، خو یوشمېر ښځینه فعالانې دې کار ته د یوه چال (تېکټیک) په سترګه ګوري او په دې باور دي چې د طالبانو اوسنی حکومت له شپږم پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو اراده نه‌لري.

له دغو زده‌کوونکو یوه هم بې‌نظیره چې په بدخشان کې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده، خو د ملیونونه نورو افغان نجونو په څېر یې د زده‌کړو برخلیک نامعلوم پاتې دی. دا وايي نه‌پوهېږي چاته خپل شکایت ثبت کړي.

بې‌نظیر زیاتوي: "د هرې ورځې په تېرېدو سره زموږ تشویش لا زیاتېږي، ځکه چې ښوونځي ته نه‌تلل د راتلونکي لپاره مایوسي رامنځته کوي. موږ نه‌پوهېږو چې کوم مقام ته خپل شکایت ثبت کړو چې غږ مو واوري."

په هرات کې د نجونو ښوونځي
په هرات کې د نجونو ښوونځي

طالبان له نن څخه پوره درې میاشتې مخکې کابل ته ننوتل او د افغانستان واک‌ یې په لاس کې واخیست.

په لومړیو کې د هلکانو ښوونځي هم تړلي ول، خو له کابو یوې میاشتې وروسته‌ یې پرانیستل، مګر د نجونو د متوسطو او لېسو د بیا پرانیستې په اړه‌ یې لا هم پرېکړه نه‌ده کړې.

ځينو ولایتونو کې بیا د لېسې د دورې نجونې هم ښوونځیو ته ځي، خو ګڼې نورې چې بیا له دې امتیازه محرومې دي وايي دوی ته دې هم اجازه ورکړل شي چې ښوونځيو ته ورشي.

د زحل په نوم یوه افغانه زده‌کوونکې وايي: "زموږ برخلیک باید روښانه شي. په ځینو ولایتونو لکه بلخ او سرپل کې ښوونځي د ټولو نجونو پر مخ پرانیستل شوي، همداسې باید زموږ پر مخ هم ښوونځي پرانیستل شي."

اوس‌مهال په بلخ، سمنګان، جوزجان او هرات کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شوې.

هرات کې بیا د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې دا چاره بیا ځنډنۍشوې ده.

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار لپاره د کړنلارو د جوړولو خبرې کوي.

خو د درېیو میاشتو په تېرېدو د دوی د کړنلارې درک نه‌لګېږي.

د ښځو او بشري حقونو فعالان بیا په دې نظر دي چې طالبان په یوه او بله پلمه د نجونو د تعلیم اجازه نه‌ورکوي او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د بیا پرانیستې اراده نه‌لري.

په دې ډله فعالانو کې یوه هم د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ ده.

ملالې یوسفزۍ ویلي، اندېښمنه یم دا بندیز چې طالبانو لګولی په حقیقت کې به لنډمهالی نه‌وي.
ملالې یوسفزۍ ویلي، اندېښمنه یم دا بندیز چې طالبانو لګولی په حقیقت کې به لنډمهالی نه‌وي.

هغې پرون بي بي سي ته وویل له دې اندېښمنه ده کوم بندیز چې طالبانو د نجونو په تعلیم لګولی او لنډمهالی یې بولي په حقیقت کې به لنډمهالی نه‌وي.

ملالې یوسفزۍ وویل چې په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو د رژیم له‌خوا ورته بندیز پنځه کاله دوام وکړ.

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د خپلې واکمنۍ پر مهال افغان نجونو او ښځو ته اجازه نه‌ورکوله چې زده‌کړې وکړي او له کوره بهر کار وکړي.

د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هیدر بار هم په دې وروستیو کې ویلي و، د طالبانو هغه ژمنه چې په ټول افغانستان کې به د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي بیا پرانیزي د باور وړ نه‌ده.

د بشري حقونو د څار سازمان پر طالبانو غږ کړی چې په ټول افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ د درېیو میاشتو په تېرېدو سره بیا هم هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له اساسي شرطونو یو هغه په دغه هېواد کې د نجونو او ښځو د حقونو بشپړ رعایت دی.

XS
SM
MD
LG