د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د نجونو تعلیم لپاره د ملالۍ یوسفزۍ او دوو افغان مېرمنو انلاین مبارزه


د افغانستان نجونې په ټولګي د زده کړو مهال

د اکتوبر پر ۱۹مه د افغانستان موجوده د طالبانو نګران حکومت او نړیوالو مشرانو ته په یو خپور شوي انلاین لیک کې د سولې نوبل جایزه ګټونکې او د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ او د بشري حقونو فعالو دوو افغان مېرمنو شهرزاد اکبر او زرکې یفتلي لیکلي چې افغانستان دا وخت په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چېرته چې د نجونو پر تعلیم بندیز لګول شوی او یا هغوی تر پرایمري سکولونو نه وروسته تعلیم ته نه پرېښودل کېږي.

د پېښور پوهنتون یوې زده کونکي جینا چې له ننګرهار سره تعلق لري د اکتوبر پر ۱۹مه یې مشال راډیو ته وویل هلته د جینکو د تعلیم د موجوده صورتحال په اړه اندېښنې لري او باید نړیوال پر دې موضوع خبرې وکړي: "په ابتدایي دوره چې تر شپږم ټولګي پورې ده په زیاتره ولایتونو کې دوام لري خو له دې پورته د نجونو لېسې بندې دي، زه چې له خپلو خپلوانو یا ملګرو سره خبرې کوم نو هغوي وایي چې شخصي تعلیمي ادارې پرانستې دي خو د شپږم نه تر ۱۲م پورې د نجونو لېسې تړل شوي دي. "

جینا دا هم وایي باید نړیوال له طالب چارواکو سره په دې اړه جدي خبرې وکړي او د نجونو تعلیمي ادارو ته د تګ او د ښځو ته د کار کولو اجازت دې ورکړل شي.

:ملالې یوسفزۍ خپله ۱۸مه کالیزه په لبنان کې د شام هېوادو له کډوالو نجونو سره ولمانځله
:ملالې یوسفزۍ خپله ۱۸مه کالیزه په لبنان کې د شام هېوادو له کډوالو نجونو سره ولمانځله

ملالې یوسفزۍ، شهرزاد اکبر او زرکه یفتلي په دې لیک کې پر طالبانو، جي ۲۰ او د مسلمانو هېوادونو پر مشرانو غږ کړی چې د افغان نجونو تعلیم ته د پرېښودو لپاره دې ګامونه پورته کړي. دوی له خلکو غوښتي چې د افغان نجونو د زده کړو لپاره دې ان لاین کمپاین کې برخه واخلي چې دا شان یې پیغام نړیوالو حکومتونو ته ورسي او هغوی پر دې اړه افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي. دا وخت د نړۍ له بېلا بېلو سیمو څخه تر اتو لکو زیاتو خلکو دغه خط په الکټرانکي توګه لاسلیک کړی دی.

په پېښور کې په افغان کونسلګرۍ کې د تعلیم اتاشي یلدا بازوان د اکتوبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل په ځینو ولایتونو کې جینکۍ سکولونو ته پرېښودل کیږي خو په ځینو کې د جینکو پر تعلیم بندیز دی: "طالبان وایي دوی د نجونو لپاره د یو جدا تعلیمي نظام پر جوړولو کار کوي خو هلته تر شپږم ټولګي پورې هلکان او نجونې یو ځای زده کړې کوي له دې وړاندې تر ۱۲مه پورې بیا جدا جدا لېسې وي او په پوهنتونونو کې بیا یوځای وي، نو موږ له وړاندې نه پر دې مسله کار کوو له نړیوالو، بشري حقونو ادارو او د مدني ټولنو نه مو غوښتنه ده چې له طالبانو سره پر دغه مسله خبرې وکړي او دغه وفقه چې د نجونو په تعلیم کې راغلې باید زر تر زره ختمه کړل شي. "

دا وخت د افغانستان په درېوو ولایتونو کندوز، مزار شریف او هرات کې د جینکو د اول نه تر ۱۲م ټولګیو پورې سکولونه خلاص دي، له دې پرته د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې د جینکو تر شپږم ټولګي پورې سکولونه پرانستې دې او له دې وړاندې تړل شوي دي او دا شان د هېواد په زیاتره ولایتونو کې د جینکو لپاره سرکاري پوهنتونونه هم تړل شوي دي خو د جینکو لپاره شخصي ښوونځي، لېسې او یا هغه شخصي پوهنتونونه چې جینکۍ پکې هم زده کړې کوي خلاص دي.

د غربي هېوادونو اکثرو مشرانو په دې وروستیو کې دا په ډاګه کړې چې د طالبانو د پېژندنې لپاره بیړه نه ‌لري، او طالبان که غواړي په رسمیت وپېژندل شي نو د ځینو نورو مهمو شرطونو ترڅنګ دې په هغه هېواد کې د ښځو کار کول او د نجونو تعلیم یقیني کړي.

بلخوا طالبانو له اول سره د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې لپاره د یوه طرزالعمل د جوړولو خبره کړې ده. روانه اونۍ د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد مشال راډیو ته ویلي د شپږم ټولګي بره د نجونو د تعلیمي ادارو پر بیا پرانستلو او د دغې پر نوعیت یې کار روان کړی دی.

XS
SM
MD
LG