د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي څارګرو ډرونونو او کیمرو پرېشانه کړي دي


په پاکستان کې د کورنیو چارو وزارت ودانې بهر څارګرې کیمرې لګېدلې دي - انځور له ارشیفه.
په پاکستان کې د کورنیو چارو وزارت ودانې بهر څارګرې کیمرې لګېدلې دي - انځور له ارشیفه.

د بر جنوبي وزيرستان اوسېدونکي وايي، ځواکونه په سیمه کې د امنیت لپاره څارګرې بې پیلوټه الوتکې کاروي او په ځینو ځایونو کې کیمرې هم لګولې دي چې هغوی یې پرېشانه کړي دي.

دوی وایي، پوځ يې په سيمه کې د مشکوکو کسانو د لټون پر مهال پر کورونو چاپې هم وهي او "بې ګناه خلک" نيسي.

د جنوبي وزيرستان د بدر سيمې يوه مشر ملک عصمت الله د مې پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې پوځ بیا هغه کسان د عدالتي کاروایۍ لپاره پولیسو ته هم نه سپاري. "څو ورځې مخکې ارمي (پوځ) چاپه وهلې ده. دا خلک چې دوی نيسي، هغه پوليس ته نه سپارل کېږي. بل ډرون کیمرې راباندې ګرځوي. موږ د دې سخت مخالفت کوو."

د جنوبي وزيرستان ولس تر دې وړاندې هم دا شکايتونه کړي ول خو په وینا یې چې ستونزه يې لا هم نه هواره شوې.

په پاکستان کې قانون پلي کوونکو او امنیتي ادارو په بېلابېلو ښارونو کې د امن او امان لپاره او د وسلوالو بریدونو د مخنيوي لپاره کې څارګرې کیمرې لګولې دي، خو د بر جنوبي وزیرستان یو استوګن حبیب الله په کلیو کې د هغه کیمرو لګول سم نه ګڼي.

هغه مشال راډیو ته وویل، ځواکونو له کلي سره نېږدې پر یوه پوسته ۵۰ فوټه اوچته څارګره کیمره لګولې ده چې له وجې یې د کورونو ستر او پرده زیانمنېږي. "زموږ کلی له غره سره نېږدې دی. دا کیمره په یو ټاور (ستن یا پایه) لګېدلې ده. دا بې پردګي ده. زموږ ښځي مالونو باسي، خپلو ځمکو ته ځي. موږ په دې اړه د [پوځ له] مېجر سره ملاقات هم کړی چې دا کیمره دې نه لګېږي. موږ خپل تحفظات ورته وړاندې کړي دي."

پوځ او پوليسو لا د سیمې د اوسېدونکو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم له چارواکو سره په رابطې و نه توانېده.

خو په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازي زبير وزير د مې پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې د بې ګناه خلکو د نيولو او په کلیو کې د ډرونونو او څارګرو کیمرو د کارونې په اړه به له پوځي چارواکو سره خبرې کوي. "د کیمرو په داسې طریقه لګول زموږ د رسم او رواج خلاف کار دی. که کیمره په داسې ځای کې ولګول شي چې له کورونو لیرې وي او پرده ورسره نه [خرابېږي] نو بیا پرې زموږ اعتراض نه شته."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او په ځانګړی توګه په قبایلي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي د امنیت ټېنګښت هڅې کوي او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG