د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټګۍ راغلی د ایسټبلشمنټ حکومت تر نسکورولو به مبارزه روانه وي: مولانا فضل الرحمن


مولانا فضل الرحمن د خپل ګوند جمعیت علماء اسلام تر سیوري لاندې په پېښور کې جوړ مفتي محمود کانفرنس ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۱۴ اکتوبر
مولانا فضل الرحمن د خپل ګوند جمعیت علماء اسلام تر سیوري لاندې په پېښور کې جوړ مفتي محمود کانفرنس ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۱۴ اکتوبر

په پېښور کې د اکتوبر پر ۱۴مه د جمعیت علماء اسلام ف په مشرۍ مفتي محمود کانفرنس وشو چې بېګا ناوخته پای ته ورسېد. چې ورته د یاد ګوند او پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د مسلیم لیګ ن د خېبر پښتونخوا ویاند اختیار ولي ترڅنګ ګڼو نورو سیاستوالو ویناګانې وکړې.

په کانفرنس کې د مفتي محمود پر ژوند، د جمهوريت، دین او په پاکستان کې د آئین د واکمنۍ لپاره د هغه پر خدماتو رڼا واچول شوه او هغه ته د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړل شوې.

د مفتي محمود کانفرنس په نوم د جمعیت علماء اسلام یوې لويې جلسې ته په وینا کې مولانا فضل الرحمان د وزیر اعظم عمران خان د سرکار پالیسۍ ناکامه وبللې او د پي ډي اېم دا دریځ یې بیا تکرار کړ چې د پي ټي ای په مشرۍ حکومت په انتخاباتو کې په ټګۍ راغلی دی او تر رانسکورولو به یې مبارزه روانه وي.

مولانا فضل الرحمان په خپله وینا کې وویل، په ټګۍ راغلی د اسټبلشمنټ حکومت نه مني. "زه دا ویل غواړم چې تاسو [اسټبلشمنټ] دا حکومت په کوم امید سره راوستلی دی او په کوم امید مو چې د دې لپاره ټګي کړې ده، موږ داسې حکومت نه تسلیموو، ټول سیاسي قوتونه به په شریکه مخ پر وړاندي ځي، د جمهوریت په شکل کې دا آمریت موږ ته قبول نه دی او د آئین مطابق جایز حکومت موږ ته قبول دی."

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی

اڅکزی: طالبان دې افغان بیرغ او ایین ته احترام ولري

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان د آئین او د افغانستان د بیرغ احترام دې وکړي او د دغه هېواد د حالاتو سمولو لپاره دې یوه لویه جرګه راوبولي:"د افغانستان مسئله د افغانستان استقلال دی، د افغانستان خپل بیرغ به قایم وي او د افغانستان د هر څه واک به د افغانستان د ولس وي، اوس بیا زموږ د عقل امتحان دی چې څه رنګ موږ جنګ ته د پای ټکی ږدو، ملا غني برادر ته خواست کوم چې په افغانستان کې په مستقل ډول د جنګ جګړو د مخنیوي په هدف لویه جرګه راوبولي."

د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وویل چې د پاکستان جمهوري تحریک تر سیوري لاندې به دوی په پاکستان کې د آئین د بالادستي لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

طالبان دې په افغانستان کې د امن لپاره لویه جرګه راوبلي: محمود خان اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

خو د پاکستان تحریک انصاف مشرانو د ۲۰۱۸م په عامو ټاکنو کې د ټګۍ تورونه په بیا بیا رد کړي دي او تر دې وړاندې د پوځ مطبوعاتي ادارې ای اېس پي ار هم د ۲۰۱۸م په ټولټاکنو کې د لاسوهنې تورونه بې ځایه بللي ول.

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاو مفتي محمود کنفرانس ته د وینا پرمهال: ۲۰۲۱، ۱۴م اکتوبر
د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاو مفتي محمود کنفرانس ته د وینا پرمهال: ۲۰۲۱، ۱۴م اکتوبر
پېښور کې د جمعیت علمای اسلام ف تر سیوري لاندې مفتي محمود کانفرنس. ۲۰۲۱، ۱۴م اکتوبر
پېښور کې د جمعیت علمای اسلام ف تر سیوري لاندې مفتي محمود کانفرنس. ۲۰۲۱، ۱۴م اکتوبر

XS
SM
MD
LG