د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پاکستان جمهوري تحريک د ګرانۍ پر ضد احتجاج کړی


پاکستان جمهوري تحریک په ملک کې د حکومت ضد احتجاجونو لړۍ ته دوام ورکړی دی.
پاکستان جمهوري تحریک په ملک کې د حکومت ضد احتجاجونو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

په پاکستان کې د حکومت مخالف سياسي ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ په پېښور کې د ګرانۍ ضد مظاهرې پر مهال له حکومت څخه د استعفا غوښتنه کړې ده.

پاکستان جمهوري غورځنګ دا جلسه د نومبر پر پنځمه په پېښور کې له سوري پل سره نږدې جوړه کړې وه چې د غورځنګ صوبايي مشرانو او تاجرانو ورته ویناوې وکړې.

د جلسې ګډون والو د احتجاج په توګه خیبر روډ بند کړی وو.

پر دې موقع د قامی وطن ګوند صوبايي مشر سکندر حیات خان شیرپاو مشال راډيو ته وویل چې د ګرانۍ له وجې ولس له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "په ملک کې چې کومه ګراني راغلې ده او د حکومت د غلطو پالېسیو له کبله د خلکو په ستونزو کې اضافه شوې ده."

ده وویل چې د دې ګرانۍ خلاف د احتجاج پرېکړه پاکستان جمهوري تحریک کړې ده او تر هغه وخته به روان وي چې د ده په وینا، حکومت استعفا نه وي ورکړې.

دې احتجاجي مظاهرې ته د مسلم ليګ نواز ډلې او جمعیت علما اسلام صوبايي مشرانو هم دغه ډول څرګندونې وکړې.

د مسلم لیګ نواز ډلې صوبایي مشر امیر مقام جلسې ته وویل، تحریک انصاف چې کله په اپوزېشن کې وو نو به یې ویل، ګراني ځکه ده چې حکومت غلاوې کوي.

امیر مقام پوښتنه وکړه، "اوس خو په ملک کې تر پخوا ګراني راغلې ده، نو اوس غلاوې څوک کوي."

د جمعیت علما اسلام صوبایي جنرل سیکرټري عطاالحق درویش مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان جمهوري تحریک د مشرانو په وینا به دا احتجاجي لړۍ ۱۵ ورځې دوام لري.

ده وویل، "حکومت له قوم سره دوکه کړې ده، دوی ویل چې خلکو ته به یو کروړ نوکرۍ ورکوي، نوکرۍ نشته خو خلک یې بې روزګاره کړل او ګراني یې لا زیاته کړه."

بل پلو د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت وايي چې په ملک کې د راغلې ګرانۍ قابو کولو هڅې کوي.

عمران خان د نومبر پر دویمه د ګرانۍ له کبله د ۱۲۰ اربه روپیو مرستو اعلان وکړ. د ده په وینا، په دې کې به رعایت هغو خلکو ته ورکول کېږي چې ډېر مستحق دي.

د عمران خان له خوا د اعلان شوي پېکج له مخې به تر راتلونکو شپږو میاشتو بوره، غوړي، د غنمو اوړه، او داسی نور ضروري خوراکي توکي ۳۰ فیصده ارزانه شي.

عمران خان ویلي چې تیل به ګرانېږي او د ده په وینا، د دې امکان هم شته چې د ګېس بحران هم رامنځ ته شي. دا په داسې وخت کې ده چې په پاکستان کې ژمی پر پیل کېدو دی.

XS
SM
MD
LG