د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: ژر تر ژره انتخابات د پاکستان ضرورت دی


مولانا فضل الرحمان دا خبره نوموړي د اکتوبر پر نهمه په اتحاد کې د شامل مسلم ليګ نون له مشر شهباز شريف سره په لاهور کې تر لیدو کتو وروسته رسنیو ته وکړه. (انځور: ارشیف)
مولانا فضل الرحمان دا خبره نوموړي د اکتوبر پر نهمه په اتحاد کې د شامل مسلم ليګ نون له مشر شهباز شريف سره په لاهور کې تر لیدو کتو وروسته رسنیو ته وکړه. (انځور: ارشیف)

په پاکستان کې د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن یو ځل بیا غوښتنه کړې چې په ملک کې دې ژر تر ژره رڼې ټاکنې وشي.

مولانا فضل الرحمان دا خبره نوموړي د اکتوبر پر نهمه په اتحاد کې د شامل مسلم ليګ نون له مشر شهباز شريف سره په لاهور کې تر لیدو کتو وروسته رسنیو ته وکړه.

مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويل چې په هېواد کې ګرانۍ ورځ تر بلې زياتيږي او د خوراکي توکو بيې په بېساري ډول لوړې شوې دي.

شهباز شریف وويل چې په پاکستان جمهوري تحریک کې شریک ټول ګوندونه پر دې سلا دي چې په ملک کې باید زر تر زره شفاف انتخابات وشي.

مولانا فضل الرحمن وويل چې د اکتوبر پر ۱۶ به په فيصل اباد او د اکتوبر پر ۳۱مه به په ډيره غازي خان کې د حکومت پرضد ولسي غونډې کوي.

ده زیاته کړه، "دا وخت پر ولس يو داسې حکومت مسلط دی چې هر څوک ترې د ځان خلاصولو خواهش لري نو ځکه ژر تر ژره انتخابات د پاکستان ضرورت دی."

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت لا د پاکستان جمهوري تحریک له خوا د نویو ټاکنو د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې داسې غوښتنې تل رد کړې دي.

د تحریک انصاف حکومت په ملک کې د ګرانۍ په اړه وايي چې خراب اقتصاد ورته له تېرو واکمنانو په میراث کې پاتې دی او دوی یې د سمولو هڅې کوي.

د دوی په وینا، د کورونا وایرس له کبله نه یوازې په پاکستان کې بلکې د نړۍ په ګڼو برخو کې د ورځني استعمال شیان ګران شوي دي.

د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د یو غونډې په ترڅ کې د پاکستان جمهوري تحریک په نامه د حکومت ضد غورځنګ جوړ کړی وو.

په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل ګوندونه تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی.

د دوي په وینا دا درغلۍ پوځ کړې وې او دوي د عمران خان حکومت نه مني او په ملک کې له سره شفاف انتخابات غواړي.

خو وزیراعظم عمران خان او پوځ دواړه د اپوزېشن تورونه ردوي او وايي چې پوځ په سیاست کې ښکېل نه دی او مخالف ګوندونه یوازې د خپلو مشرانو درغلۍ پټول غواړي.

په پاکستان جمهوري تحریک کې هم اختلافات رامنځ ته شوي وو چې په نتیجه کې یې پاکستان پپلز ګوند او عوامي نشنل ګوند ورڅخه وتلي وو.

XS
SM
MD
LG