د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د هدفي وژنې لاملونه څه دي؟


په ننګرهار کې طالبانو د کزمې پر مهال. انځور - ارشیف
په ننګرهار کې طالبانو د کزمې پر مهال. انځور - ارشیف

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې په تېرو ۱۰ ورځو کې د ۱۴ کسانو مړي موندل شوي دي.

د مشال رېډيو د راټولو کړو معلوماتو ترمخه په دغو کې له تېر حکومت سره کارکوونکي، ديني‌عالمان او ځوانان شامل دي. د دې تر څنګ پر طالبانو هم وخت په وخت بریدونه کېږي چې ذمه واري‌ يې داعش وسله واله ډله پر غاړه اخلي.

په ننګرهار کې حالات دومره کړکېچن دي چې ډيری کارپوهانو له مشال رېډيو سره د دې راپور لپاره خبرو کولو ته زړه ښه نه کړ.

البته خبریال زیارخان یاد وايي، د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې داعش او طالبان کوښښ‌کوي چې د مذهبي جګړې په کولو سره پر يو بل برلاسي واوسي چې د بې امنۍ مهم لامل دی.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۷مه مشال رېډيو ته وويل: "داعش د سلفي او طالبان د حنفي عقیدې پلويان دي. دا دواړه په ختيځو ولايتونو کې ډېر پلويان لري. د دواړو ډلو دښمني له تېرو څو کلونو روانه ده خو اوس چې طالبان په حکومت کې دي، دا دښمني لا نوره خونړۍ شوې ده. زما په نظر ننګرهار او په ټوله کې افغانستان مذهبي جګړو ته روان دی.

په افغانستان کې د تېر ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د اګست پر ۱۵مه سقوط او پر ځای یې طالبانو د چارو واګي واخیستې.تر دغه مودې مخکې افغان ملي امنيتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش او طالبانو پر خلاف ګڼ عمليات کړي ول. په دې عملياتو کې د داعش وسله والې ډلې ګڼ مشران وژل شوي او په سلګونه غړي یې نيول شوي ول. خو کله چې طالبانو کابل ونيو نو د زندانونو دروازې یې خلاصې کړي. په دې توګه د دوی خپل او تر څنګ یې داعش جنګيالي هم ازاد شول.

د جلال اباد ښار
د جلال اباد ښار

په ختيځو ولايتو کې څېړنیز مرکز، طرزي بنسټ د داعش او طالبانو پر دښمنۍ دوه تحقیقاتي ليکنې خپرې کړې دي.

ليکوال یې داود محمدي وايي، په ننګرهار کې نن سبا وژل کېدونکي کسان یا له پخواني حکومت سره د تړاو يا د داعش د غړيتوب او يا هم د طالب چارواکو په نوم وژل کېږي.

هغه د اکتوبر پر ۲۷مه مشال رېډيو ته وويل تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې د اکثره وژنو ذمه واري څوک پر غاړه نه اخلي.

محمدي زياتوي: "دلته خلک له کوره ویستل کېږي، بیا یې مړي وموندل شي. دا ډېره خطرناکه خبره ده چې وژونکي مخې ته نه راځي او نه د دې قتلونو مسوليت اخلي. داعش خراسان ډله دلته له پخوا رېښې لري. ننګرهار خپل مرکز بولي. طالبان اوس راغلي. دوی له پخوانيو امنيتي کارکوونکو او داعش څخه د بدل په لټه کې دي. نو داعش ډله ښايي ځيني مرور طالبان، د پخوانيو امنيتي ځواکونو غړي او بې روزګاره ځوانان له ځان سره ملګري او خپله جګړه لا نوره سخته کړي."

د مشال رېډيو د څيړنې ترمخه په ننګرهار کې ځيني خلک د طالبانو له خوا له کورونو لومړی ویستل شوي او بیا یې مړي موندل شوي. په دوی کې ځينې یې د سلفي مدرسو زده کوونکو او استادان وو. خو د طالبانو چارواکي دا نه مني چې خپل مخالفين په دې طریقه وژني.

البته د طالبانو يو مرکزي وياند، بلال کريمي وايي، پر خپلو وسله والو یې ټينګار کړی چې د چا کور ته ورنه شي.

هغه د اکتوبر پر ۲۷مه مشال له رېډيو سره په خبرو کې دا هم وويل چې په طالبانو کې بې اتقاقي نه شته او زیاته یې کړه چې د داعش وسله والې ډلې زور یې ختم کړی دی.

دی وویل:"په يو نيم ځای کې واړه واړه تحرکات کېږي خو هلته هم زموږ مجاهدين زر ځان وررسوي. موږ کوښښ کوو چې واړه واړه مزاحمتونه هم په بشپړ ډول له منځه لاړ شي. بل زموږ په صفونو کې تصفیه روانه ده. ځيني کسان چې سرغړونې کوي، هغوی تعقیبیږي او عدلي ارګانونو ته معرفي کېږي خو په اصولو کې هېچا ته اجازه نه شته چې د چا کور ته ننوځي او شخصي حريم یې نقض کړي."

په ننګرهار کې د طالبانو پوسته
په ننګرهار کې د طالبانو پوسته

د طالبانو د ننګرهار والي د اکتوبر پر ۲۵مه په يوه امنيتي غونډه کې ويلي ول چې په ښار کې د امنيت ساتنې لپاره یې نور وسله وال ځای پر ځای او د داعش وسله والې ډلې ختمولو لپاره یې کمربندونو قوي کړي دي.

خو داعش بيا د اکتوبر پر لومړيو کې په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې خپل خواره واره جنګيالي‌ يې راټول کړي او د سختو حملو پلان یې تیار کړی دی.

په تېرو دوو مياشتو کې چې له کله راهیسې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، داعش وسله والې ډلې په کابل، کندوز،‌ مزار او ننګرهار کې د ځينو لوبو حملو ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG