د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز برید: طالبان وايي د داعش پرضد یې کوټلي عملیات پیل کړي


دا ځانمرګی برید، د کندز ښار د خان اباد بندر اړوند د سیداباد کوڅې د اهل تشیع په جامع جومات کې ترسره شو
دا ځانمرګی برید، د کندز ښار د خان اباد بندر اړوند د سیداباد کوڅې د اهل تشیع په جامع جومات کې ترسره شو

د افغانستان په کندز ولایت کې د اکتوبر پر اتمه ترسره شوې ځانمرګې حمله کې د مرګژوبلې شمېره لوړه شوې.

د کندز ولایت د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ د کمېسیون مسئوول مطیع الله روحاني وايي، په یاده پېښه کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او له ۱۴۰ زیات ژوبل شوي دي. خو ښايي د دې پيښې د مرګ ژوبلې شمېر له دې هم لوړ وي، ځکه لاهم زیات شمېر کسان لادرکه دي.

دا ځانمرګی برید، د کندز ښار د خان اباد بندر اړوند د سیداباد کوڅې د اهل تشیع په جامع جومات کې ترسره شو چې پړه یې داعش وسله والې ډلې منلې ده.

کندوز: پر جومات چادونه کې د وژل شویو شمېر ۴۶ ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:02 0:00

د کندز ولایت د استخباراتو د ادارې مرستیال قاري عزت الله زاهد په سیمه کې له رسینو سره د خبرو پرمهال وویل، دوی خپلې پلټنې پیل کړي او ډېر زر به د دې پيښې عاملان ونیسې.

د دې پيښې یوه عینې شاهد محمد حسین مشال راډيو ته وویل:

"چادونه ډېره خونړۍ او درنه وه. کله چې موږ جومات ته دننه شولو زیات شمېر مړي پراته وو. کوم کسان چې په جومات کې د لمانځه پرمهال وو زیات شمېر يې وژل شوي وو. دا ډېره دردونکي پېښه وه."

د یاد ولایت اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د امنیت تامینولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، ترڅو خلک په ارامه فضا کې خپل عبادت او ژوند وکړي.

د سیداباد د کوڅې یوتن قومي مشر حاجي خان شیرین په دې اړه وویل:

" موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې د کندز د خلکو امنیت تامین کړي ترڅو بیا ځلې دغه شان پيښې تکرار نشي."

د کندز جامع جومات
د کندز جامع جومات

کندز په تېرو ۱۵ کلونو کې د خونړیو جګړو شاهد و چې د خلکو ارامښت او سکون یې له منځه وړی و. که څه هم د طالبانو په واکمنېدو سره په دې وروستیو دوه میاشتو کې د دې ولایت اوسېدونکو د امنیت او خوندیتوب احساس کاوه خو د تېرې ورځي برید بیاځلي د خلکو سکون له منځه وړی او وېره یې خپره کړې ده.

د طالبانو واکمنۍ کې د داعش بریدونه:

د طالبانو د واکمنۍ له پیلېدو سره سم، داعش ډلې د درو ځانمرګو په ګډون نږدې ۱۰ بریدونه کړي چې پکې یې ملکیان او تر خوا یې طالب نظامیان په نښه کړي.

له دې بریدونو چې د مرګ ‌ژوبلې شمېر یې لوړ و، د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې، د اکتوبر په ۳مه نېټه د کابل په عیدګاه جومات او په کندز کې د جمعې د ورځې پېښه خونړۍ حملې د یادونې وړ دي.

د دې تر څنګ دغه ډله توانېدلي چې په ننګرهار، پروان او کونړ کې د طالبانو نظامي موټرې په نښه کړي او سرتېرو ته یې مرګ‌ژوبله واړوي.

طالبان دې بریدونو ته په کتو وايي، د داعش ډلې د ختمولو عملیات یې پیل کړي.

د طالبانو په مشرۍ حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد مشال راډیو ته وویل، د دوی ځواکونو د داعش ډېر مرکزونه کشف او له‌منځه وړي دي.

مجاهد وویل: "د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د دوی ( د داعش) له ۲۵ زیات کسان نیول شوي او د کابل، پروان او ننګرهار اړوند سیمو کې یې څلور مهم مرکزونه له‌منځه وړل شوي او زموږ عملیات لا هم پسې روان دي. دوی به دا ډول جنایات وکړي، خو دوام نه شي ورکولی، ځکه موږ دوی پسې یوو. د بېخ‌ ایستلو لپاره یې عملیات روان دي."

د طالبانو دا لوړ پوړی چارواکی پر ملکیانو بریدونه د داعش د ځواکمنتیا په معنی نه بولي او زیاتوي، ژر به د دې ډلې ټغر ور ټول کړي.

خو د امنیتي مسایلو یو شمېر کارپوهان د طالبانو له دې خبرې سره موافق نه دي چې ګنې داعش د افغانستان د خلکو او د طالبانو د اوسني نظام لپاره لوی ګواښ دی.

شفیق همدم چې د افغانستان په امنیتي برخه کې یې کلونه کار کړی مشال راډیو ته وویل، داعش نه یوازې د طالبانو اوسني نظام ته، بلکې د افغانستان ګاونډیانو، سیمه‌ییزو هېوادونو او ان د امریکا د ملي امنیت لپاره هم جدي ګواښ بلل کېږي.

همدم وایي: "د دوی وروستي بریدونه او هغه پېښې چې د افغانستان په ختیځ، شمال او مرکز کې ولیدل شوې، دا د دې ښکاروندی دي چې همدا اوس او په راتلونکي کې نه یوازې دا چې داعش د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ګواښ دی، بلکې د طالبانو د بقا، مشروعیت او د دوی د سیاسي حیات د تداوم لپاره یو ستر ګواښ بلل کېږي."

همدم داعش یوه نړیواله پدیده بولي او زیاتوي، طالبان په یوازې ځان نه شي کولی چې دا ډله په بشپړ ډول له‌منځه یوسي.

نړیوال غبرګونونه:

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا ګاسمن د اکتوبر پر اتمه، مشال راډیو ته وویل، دا حملې ښيي چې د افغانستان اقلیتونو په تېره شیعه ګانو ته ګواښ متوجه دی.ګاسمن زیاته کړه:

"د کندز په جومات کې بوږنوونکې چاودنه ښيي چې د افغانانو ژوند څومره له خطر سره مخامخ دی. په تېره شیعه ګانو ته ګواښ په رښتیا شته. پر دې اقلیت په تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې خونړۍ حملې شوي، خو هېچا یې پوښتنه نه ده کړې. نړیوال باید له افغانستانه خپلې سترګې لیرې نه کړي. د شیعه اقلیت لپاره جګړه نه ده ختمه شوې."

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم د کندز د برید په اړه په یوه بیان کې د دې برید د درنو تلفاتو له کبله سخت خپګان ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG