د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې هدفي برید د 'دوو وسله والو طالبانو' په ګډون درې تنه وژلي


د ننګرهار چارواکي وایي چې د سېپټېمبر ۲۲مه سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې په مربوطاتو کې په ریکشه کې سپرو ناڅرګنده وسله والو د تېلو پمپ کې درې تنه په ډزو وژلي دي.

د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د مطبوعاتو مسوول قاري عرفات مهاجر د خبریالانو په وټس ایپ ګروپ کې پېښه تاییدوي خو له نورو جزیاتو ورکولو ډډه کوي.

خو د پېښې یو عیني شاهد د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په وژل شويو کې دوه تنه طالبان او یو تن د تـېلو د پمپ کارکوونکی دی.

تر دې دمه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو د تېرې شنبې او یکشنپې په ورځو کې په جلال اباد کې په چاودنو کې د دوه تنو طالب ساتوونکو په ګډون اووه تنه وژل شوي ول او تر ۲۰ زیات پکې ټپیان ول، چې مسوولیت یې د اسلامي دولت (داعش ډلې) خراسان څانګې منلی و

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG