د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په کابل کې د داعش ډلې پرضد د عملیاتو ادعا کړې


طالبان وايي، د اکتوبر پر درېیمه چاودنه له عیدګاه جومات سره نېږدې شوې - انځور له ارشیفه
طالبان وايي، د اکتوبر پر درېیمه چاودنه له عیدګاه جومات سره نېږدې شوې - انځور له ارشیفه

طالبان ادعا کوي چې یوې ځانګړې قطعې یې د کابل په اوولسمه حوزه کې د داعش ډلې خلاف عملیات کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د کلتور وزارت سرپرست مرستیال ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې په بېګانیو عملیاتو کې یې د داعش ډلې مرکز ړنګ کړی او د هغې وسله والې ډلې غړي یې وژلي دي.

مجاهد له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د عملیاتو او پکې د مرګ ژوبلې د کره والي تصدیق نه شي کولای.

خو عیني شاهدان وايي، د اکتوبر پر درېیمه شپې مهال د کابل په خیرخانه کې تر یوې چاودنې وروسته ډزې اورېدل شوې دي.

البته دا معلومه نه ده چې هغه چاودنه او ډزې ایا د طالبانو له عملیاتو سره تړلې وې او که نه؟

طالبانو پر داسې مهال د داعش ډلې پر وړاندې د عملیاتو ویلي چې د اکتوبر پر درېیمه ماسپښین مهال د کابل د عیدګاه جومات له وره سره نېږدې چاودنه وشوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي، په چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او درې تنه ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، طالبانو د چاودنې په تړاو درې مشکوک کسان هم نیولي دي.

په کابل کې چاودنه پر داسې وخت شوې ده چې له رپورټونو سره سم، په عیدګاه جومات کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور فاتحه روانه وه.

مجاهد د اکتوبر پر دویمه رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي ول چې د یکشنبې د ماسپښین له دوو څخه تر پینځو بجو پورې به یې د مور فاتحه اخیستل کېږي.

خو د جرمني خبري اژانس خبر ورکړی چې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۲ زیات نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د حملې تور پر داعش ډلې پورې کړی، خو د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG