د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل له عیدګاه جومات سره چاودنه کې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


طالبان وايي، د اکتوبر پر درېیمه د کابل له عیدګاه جومات سره نېږدې چاودنه شوې.
طالبان وايي، د اکتوبر پر درېیمه د کابل له عیدګاه جومات سره نېږدې چاودنه شوې.

طالبان وايي، د کابل د عیدګاه جومات له وره سره نېږدې چاودنه شوې چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د طالبانو په حواله وايي چې د اکتوبر پر درېیمه ماسپښین مهال په چاودنه کې لږ تر لږه دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې ژوبل دي.

اخوا د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې چاودنه "د ملکي خلکو" په یوه غونډه کې شوې.

نوموړي په خپل بیان کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي البته یوازې یې ویلي چې په پېښه کې "یوشمېر ملکي هېوادوالو ته تلفات" اوښتي دي.

هلته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند قاري سعید خوستي مشال راډیو ته ویلي چې له جومات سره نېږدې درې مشکوک کسان له پېښې سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

په کابل کې چاودنه پر داسې وخت شوې ده چې له رپورټونو سره سم، په عیدګاه جومات کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور فاتحه روانه وه.

مجاهد د اکتوبر پر دویمه رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي ول چې د یکشنبې د ماسپښین له دوو څخه تر پینځو بجو پورې به یې د مور فاتحه اخیستل کېږي.

د مشال راډیو خبریال وايي، تر پېښې وروسته طالبانو په سیمه کې هوايي ډزې هم کړې دي. د کابل له عیدګاه جومات سره د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته که څه هم جګړه پای ته رسېدلې ده خو د کابل په ګډون په ځینو سیمو کې چاودنې او بریدونه ترسره کېږي.

د اکتوبر پر دویمه د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې نامعلومو وسله والو د خبریال او لیکوال سید معروف سادات په ګډون څلور کسان ووژل.

عيني شاهدانو مشال راډیو ته ويلي چې د اکتوبر پر دویمه مازيګر د جلال اباد په واټر پمپ سيمه کې په ريکشا کې سپاره بريدګرو پر ټوډي ډوله موټر برید وکړ او وتېښتېدل.

په څلورو وژل شويو کې ليکوال او د "صبح بخیر او ماښام پخیر" راډیو پخوانی خبریال سید معروف سادات هم دی.

نوموړی په وروستیو کې د ننګرهار د کلیو او پراختیا په ریاست کې د مطبوعاتو مسول وو او له ځینو بهرنیو رسنیو سره یې هم همکاري درلوده.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا برید چا کړی دی او نه هم د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه څه ويلي دي.

تر دې وړاندې د سېپټمبر پر ۲۵مه په جلال اباد ښار کې چاودنې یو طالب وژلی او د څلور ولسي وګړو په ګډون یې اووه تنه ټپي کړي وو..

دا پېښه د جلال اباد ښار امیر شهید بڼ ته نېږدې په ګلدان کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې وه.

د سېپټېمبر پر ۲۲مه هم د جلال اباد ښار اوومې ناحیې په مربوطاتو کې په ریکشه کې سپرو ناڅرګنده وسله والو د تېلو پمپ کې درې تنه په ډزو وژلي وو.

د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د مطبوعاتو مسوول قاري عرفات مهاجر خبریالانو ته په یو لیکلي پېغام کې د پېښې پخلی کړی وو خو نور معلومات یې نه وو ورکړي.

خو د پېښې یو عیني شاهد د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې په وژل شويو کې دوه تنه طالبان او یو تن د تـېلو د پمپ کارکوونکی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG