د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د 'کامیاب جوان پروګرام' له لارې د پورونو ورکولو بل پړاو پیل شو


حفیظ شیخ وايي د پور ورکولو شرطونه یې اسانه کړي
حفیظ شیخ وايي د پور ورکولو شرطونه یې اسانه کړي

د پاکستان حکومت د 'کامياب جوان پروګرام' یا د بریالي ځوان پروژې يوه بله مرحله پیل کړي او له دې لارې یې خلکو ته د پور په ورکولو کې بدلون راوستی.

چارواکي وايي، ‌کوښښ ‌کوي چې ډېر ځوانان دا پېسې واخلي‌ او خپل کاروبارونه پیل کړي.

د وزیراعظم عمران خان د مالي چارو سلاکار، عبدالحفیظ شيخ د اګست پر ۱۲مه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې وويل چې په ۲۰۱۹ز کال کې پیل شوي دې پروګرام لاندې یې تر اوسه پورې ۲،۹۰۰ ځوانانو ته يو ارب روپۍ پور ورکړی او هغوی پرې کاروبار پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې ۷،۵۰۰ نورو ځوانانو ته د پور ورکول منظور شوي دي.

"۵۰ لا که حد ټاکل شوی وو. یعنې پخوا به خلکو تر ۵۰ لاکو پورې پور اخیستلای شو خو اوس مو دا دوه نيم کروړه [روپیو] ته لوړ کړ. بله خبره دا ده چې د سود شرح مو نيمه کړې. پخوا به شپږ فیصده او اته فیصده سود وو اوس به پر قرض درې او څلور فیصده سود وي. د دې ترڅنګ پخوا پور ورکوونکي بينکونه درې ول، اوس مو ۲۱ کړل. موږ غواړو چې په دې کار سره د خلکو لاس ته ژر او ډېرې پېسې ورشي چې کاروبار زیات او اقتصادې وده ډېره او تېزه شي."

د 'کامياب جوان پروګرام' درخواست طریقه

حکومت د کامياب جوان پروګرام لپاره يوه ووبپاڼه جوړه کړې چې خلک پکې کولای شي د فارمونو په ډکولو سره پور ته درخواست وکړي.

د پور د تاييد کره موده نه ده معلومه او له يوې مياشتې څخه تر شپږو مياشتو پورې وخت نيولای شي.‌

د خیبر ضلعې حارث شينواري له دې لارې درخواست جمع کړی وو خو حکومت د پور حقدار ونه باله نو ځکه یې غوښتنه رد شوه.

هغه د اګست پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل: "د درخواست طريقه اسانه ده. ما څو مياشتې مخکې د کمپيوټر اکيډمي جوړولو د کاروبار پیلولو لپاره درخواست ورکړ. له پېنځو لاکو څخه تر ۱۰ لکو روپيوو پورې مې ترې غوښتې وي. خو را یې نه کړي ځکه چې دوی ته زما د کاروبار ايډيا نوې نه ښکارېده. دوی په داسې کاروبارونو پسې ګرځي چې نوې وي او له نوښته ډک وي نو ډېره مشکله ده چې يو عام ځوان دا پور ترلاسه کړلای شي."

د ځوانانو د بېروزګارۍ ستونزه

د پاکستان منصوبه بندۍ وزارت د ۲۰۲۰ز کال راپور ښيي چې اوسمهال په هغه ملک کې د بېروزګاره خلکو شمېر ۵.۸ ميليونه دی.

د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د دې راپور په حواله ويلي چې راتلونکی کال يعنې په ۲۰۲۱ز کې به د بېروزګاره خلکو شمېر ۶.۶ ميليونو ته لوړ شي.‌

په دغو بېروزګاره کسانو کې د قبايلي ‌ضلعو ځينې ځوانان هم شامل دي چې د وزیرستان د ځوانانو تنظیم مشر، نور اسلام داوړ په وینا ډېریو یې نشه يي‌ توکو او يا هم وسله والو سره ملګرتيا ته مخه کړې ده.

داوړ د اګست پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د پور ورکولو د طريقې اسانولو ترڅنګ په قبايلو کې د کاروبارونو پيلولو لپاره سوله ییز چاپيريال برابر کړي.

"وزیرستان د ضرب عضب عملياتو له وجې لوټې لوټې شو. ټول کاروبارونه تباه دي. نو داسې پروګرامونه زموږ لپاره ډېر اهم دي. خو له بده مرغه داسې ډېر پروګرامونه پيل شول خو فایده یې ونه کړه. يا خو پکې درغلي کېږي او يا هم په سياسي بنيادونو ترسره کېږي چې ځايي ځوانان ترې ګټه نه شې پورته کولای."

د اګست پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال، د وزیراعظم د مالي چارو له سلاکار عبدالحفیظ شېخ او ځوانانو چارو له سلاکار عثمان ډار څخه خبريالانو د ورته اندېښنو په اړه پوښتنې وکړي.

په ځواب کې یې عثمان ډار دا نيوکې رد کړي چې ګوندې د تحريک انصاف حکومت یوازې د خپل ګوند غړو ته قرضونه ورکوي.

هغه زياته کړه چې هر څوک د پور لپاره وړ وبلل شي، هغه ته پېسې رسي او سیاسي نظرياتو ته یې نه کتل کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG