د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د نړیوالو مالیاتي ادارو پورونه او مرستې چېرته لګوي؟


په سوات کې د پوځي عملیاتو پرمهال بې کوره شوي وګړي. ۲۰۰۹ کال

د اپرېل پر ۱۶مه د وزیراعظم له دفتره په یو بیان کې ویل شوي چې پاکستان د نړۍ د ۲۰ پرمختللو هېوادونو (جي – ۲۰)، ای اېم اېف او نړیوال بانک ستاینه کوي چې په پورونو په اداکولو کې یې اسانتیاوې اعلان کړي دي.

د پاکستان اقتصاد د لویو بهرنیو پورونو تر بوج لاندې دي او د کورونا وایرس له کبله د کاروباري هلو ځلو د تړل کیدو له کبله اقتصادي چیلنجونه نور هم پېچلې شوي دي.

وزیراعظم عمران خان ددغې لپاره د اپریل په ۱۲ د نړیوالو مرستو خواست هم کړی وو.

د اقتصادي چارو پوهان او چارواکي وايي چې په پاکستان د بهرنیو قرضو حجم ۱۰۷ بلینه ډالره ته رسیدلی دی.

تر اوسه پاکستان په نړۍ کې له کومو ادارو یا بانکونو قرضې اخستې دي؟ په دغه اړه په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوهـ او خبریال اکرام هوتي وايي ستونځه دا ده چې دوی له هرچا قرضه غواړي خو د هغې د پوره کولو څه شفاف او منظم طریقه کار نه لري.

نوموړی وايي:

“درې قسمه ادارې دي چې پاکستان ترې قرضې اخلي یو د بېلا بېلو هېوادونو مالي ادارې، بل نړیوالې اقتصادي ادارې او بل کمرشل بانکونه. پاکستان چې اوس له کمرشل بانکونو کومې قرضې اخستې دي نو هغه يې په د سود په ډېره لوړه شرح باندې اخستې دي. له ۲ تر ۵ فیصده پر هغې سود ورکوي. دا یې (پاکستان) عادت جوړ شوی دی، چې څوک هم قرضه ورکوي دوی ورته له لومړي سره چمتو ناست وي.“

د کارپوهانو په وینا په پاکستان کې خواو شا ۴۰ فیصده خلک د غربت تر کرښې لاندې ژوند تېروي او په اکثرو کلیوالو سیمو کې خلک د تعلیم، روغتیا او خیر ښېګړې اسانتیاو ته لاس رسې نه لري. د خوراک نړیوالې ادارې (ورلډ فوډ پروګرام )، د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) او د ملګرو ملتونو ځنو نورو ادارو په خپل یو وروستي راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د ابادۍ ۲۰.۵ فیصده وګړي د خوړو کمی لري.

پوښتنه داده چې دا دومره لویې قرضې اخستل کېږي نو دا چیرته لګېږي؟ په دغه اړه په اسلام اباد کې د پاکستان ا پرمختیايي اقتصاد د مطالعاتو د ادارې (Pakistan Institute of Development Economics) یو چارواکې او د اقتصادي چارو پوهـ ډاکټر کریم خان وايي چې د خراب اقتصاد یوه وجه د پوره ټیکسونو نه ترلاسه کېدل او بل دفاعي خرچې دي.

دی زیاتوي: ''تراوسه چې پاکستان ډیرې قرضې له امریکا اخستې دي او د هغې خواو شا ۸۰ فیصده په دفاعي چارو کې خرڅ شوي دي. دې ته ؛کرنټ ایکسپنډیچر؛ وايي او په دې کې موږ سرمایه کاري نه کوو. بیا له بهره چې کومې مرستې راځي، نو د هغې د سم انتظام ستونځه ده. په کرنټ ایکسپنډیچر کې مالي پنګې په پرمختیايي پروژو نه خرڅېږي، نو له دې کبله موږ د قرضو په جال کې ګیر یو.''

د سیاسي چارو ځنې پوهان د پاکستان خراب اقتصاد ته، په سیمو کې د

پاکستان یو سیکیوریټي سټیټ دی چیرته چې مالي پنګې د اټم بمونو، میزایلو، بحري جهازونو او نورو جنګي سامانونو په اخستلو خرڅ کیږي
دروېش اپرېدی


روانو حالاتو او پاکستان د ستراتیجیکي پالیسیو په تناظر کې ګوري. د سیمه ایزه چارو یو پوه او د پیښور پوهنتون استاد ډاکټر درویش اپرېدی وايي بنیادي پوښتنه دا ده چې یو ریاست د خپلځان او ولس لپاره کومو خبرو ته لومړیتوب ورکوي؟ نوموړی وايي ښه اقتصاد د امن، قرارۍ، کاروباري هلو ځلو او نړۍ سره په ښو اړیکو ولاړ دی.

دروېش اپرېدی زیاتوي، ''پاکستان یو سیکیوریټي سټیټ دی چیرته چې مالي پنګې د اټم بمونو، میزایلو، بحري جهازونو او نورو جنګي سامانونو په اخستلو خرڅ کیږي. دویمه دا چې ښه ګټه د ګاونډیو سره په کاروبار کې ده او که موږ په خپل ګاونډ کې نظر واچوو نو داسې هېواد نشته چې پاکستان سره لویې کاروباري اړیکې لري او یا بیا داسې وي چې پاکستان يې ملګری نه ګڼي. تعلیم ، روغتیا او د خیرښیګړې ادارې به هله وده کوي چې موږ له سیکیوریټي سټیټه یو ویلفیر سټیټ ته لاړ شو.''

بل خوا د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم ایف) د اپرېل پر ۱۶ مه د پاکستان لپاره د خواو شا ۱.۴ بلینه ډالره پور ورکولو اعلان کړي دی، اقتصاد شنونکي وايي دې سره به پاکستان ته څه اسانۍ په لاس ورشي خو که د اقتصاد د ودې لپاره په کور دننه سم ګامونه وانخستل شي، امن پرځای نه شي، پالیسۍ بدلې نه شي، د وسیلو منصفانه ویش ونشي، او صنعتونه وده ونکړي نو یوازې بهرني پورونه او امدادونه د پاکستان پېچلې مالي ستونځې نه شي هوارولی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG