د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا حکومت په کلني بجټ کې د قبايلي سيمو لپاره ۱۹۹ اربه روپۍ ايښي


د خیبر پښتونخوا د نوي مالي کال ۲۰۲۱ ـ۲۲ز په ۱۱۱۸ اربه روپو بجټ کې ۹۱۹ اربه روپۍ د بندوبستي ضلعو او څه باندې ۱۹۹ اربه روپۍ د قبایلي ضلعو لپاره ځانګړي شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا د جون پر ۱۸مه، د نوي مالي کال بجټ وړاندې کولو پر مهال، اسمبلۍ ته په وينا کې وویل، دا وار یې په صوبه کې د صحت، تعلیم او پرمختګ پروژو ته زیات پام کړی دی. هغه وویل دا لومړی ځل دی چې د خیبر پښتونخوا بجټ د یو ټرېلین یا د زر اربه نه زیات ټاکل شوی دی.

نوموړي وویل، په سږني بجټ کې د صوبې پرمختیایي چارو لپاره ۳۷۱، د پرایمري او اېلېمېنټري تعلیم لپاره ۲۰۶ او د لوړو او تکنیکي زده کړو لپاره ۲۳۶ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کې سرکاري ملازمین تر هر چا زیات د نوي مالي کال بجټ ته سترګې په لاره ول. تېر کال د هغوی معاشونه نه وو زیات شوي او هغوی یې پر ضد د مظاهرو یوه لړۍ هم چلولې وه. خو دا ځل د بجټ له وړاندې کېدو مخکې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی له دغو سرکاري ملازمینو سره ژمنه کړې وه چې د نوي مالي کال په بودیجه کې د سرکاري ملازمینو د معاشونو د لوړوالي غم خوړل شوی دی. د خیبر پښتونخوا سرکاري ملازمین وايي، ګراني بیحده زیاته شوې حکومت دې د هغوی تنخواګانې ۲۵ فیصده لوړې کړي.

بجټ ته له وینا وروسته تیمور سلیم جګړا مشال راډیو ته وویل، د سرکاري ملازمینو په تنخاګانو کې یې هم اضافه کړېده.

"په سږني بجټ کې موږ د سرکاري ملازمینو په تنخاګانو کې په مجموعي ډول ۳۷ فیصده اضافه کړې ده. موږ د صوبې د ټولو سرکاري ملازمینو تنخاګانې ۱۰ فیصده زیاتې کړي او هغه ملازمین چې د سېکريټېریېټ د لوړ پوړو بیوروکریټانو په شان خصوصي مراعات نه ترلاسه کوي او شمېر یې تر څلورو لاکو پورې دی، د هغوی تنخاګانې مو ۲۷ فیصده لوړې کړې دي."

په صوبایي بجټ کې د صحت لپاره ۱۴۲، د خوراکي مرستو لپاره ۲۰، د صحت کارډ پروګرام لپاره ۲۳ او د اقتصادي پورونو ورکولو لپاره ۱۰ اربه روپۍ بیلې شوې دي.

د نوي مالي کال په بجټ کې حکومت د پېښور او ډېره اسماعیل خان، د دیر او چکدرې، د پېښور او تورخم او د بنو او غلام خان ترمنځ د لویو لارو یا د موټر وې سړکونو جوړولو لپاره څه د پاسه ۴۸ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي. په مجموعي ډول د دغو ټولو سړکونو اوږدوالی ۳۰۰۰ کیلومیټره جوړېږي.

په اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو یو غړي عنایت الله د نویو سړکونو د جوړولو په اړه د حکومت د پلان هرکلی وکړ خو دا یې هم وویل چې د صوبايي بجټ نه د دغو کارونو ترسره کول به ګران کار وي.

په اسمبلۍ کې د پاکستان پيپلز ګوند یو غړي احمد کونډي مشال راډیو ته وویل، په تېرو کلونو کي د پښتونخوا حکومت د مرکز نه د خپلو بقایه جاتو په ترلاسه کولو کې ستونزې لرلې چې له وجې یې د خیبر پښتونخوا صوبه د مالي مشکلاتو سره مخ وه.

هغه وړاندې وویل:

"په تېرو درې کلونو کې د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کي له وفاقه په عارضي توګه ۶۳ اربه روپۍ وغوښتل شوې خو هغوی ورله یواځي ۲۰ اربه روپۍ ورکړې. دا زیاتی دی ځکه چې تر دې وړاندې د مسلم لیګ (ن) او د پاکستان پیپلز پارټۍ په حکومتونو کې له مرکزه د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې په ترتیب سره ۷۰ او ۱۱۰ اربه روپۍ ترلاسه شوې وې خو اوس چې په مرکز او صوبه دواړو کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت دی نو مرکز صوبې ته کمې پیسې ورکوي."

خو د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا وايي، هغوی به د وفاقي حکومت نه د خپلو بقایه جاتو ترلاسه کولو هڅه کوي.

د خزانې د صوبايي وزیر له وینا وروسته، د بجټ لپاره د صوبايي اسمبلۍ غونډه د جون تر ۲۱مې نېټې پورې وځنډول شوه. د جون پر ۲۱مه نېټه به د حزب اختلاف غړي په تفصیل سره پر بجټ خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG