د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملي ګټو په خاطر مې د م م عمومي غونډې ته وینا و نه کړه: اسحاقزی


غلام محمد اسحاقزی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي ویلي د ملي ګټو په خاطر او په سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د ساتلو په خاطر یې عمومي غونډې ته وینا و نه کړه.

د استازولۍ پر ټوېټر پاڼه راغلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزی دا پرېکړه یې د سازمان له یو لړ مخورو غړیو سره په مشوره کړې چې په عمومي غونډه کې خبرې ونه کړي.

خو استازي ډاډ ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نماینده ګي د پخوا په شان خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي.

تمه وه د ګوښه شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی د سېپټېمبر پر ۲۷مه د ملګرو ملتونو د ٧٦ عمومي غونډې په وروستۍ ورځ وینا وکړي.

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګویتېرېش ویاند سټیفن دوجاریک همدا اوونۍ خبر ورکړی و چې اسحاقزی د افغانستان په استازیتوب وینا کوي.

طالبانو د م.م سرمنشي ګویتېرېش ته یو لیک هم استولی وو او ترې غوښتي یې وو چې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ومني او طالبانو ته اجازه ورکړي چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي.

شاهین تازه له دې مسلې هرکلی کړی چې اسحاقزی بېګا له وینا تېر شوی.

XS
SM
MD
LG