د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو ته به د افغانستان مخکیني حکومت استازی وینا کوي


غلام محمد اسحاقزی
غلام محمد اسحاقزی

ټاکل شوې د سېپټېمبر پر ۲۷مه (نن) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب د هغه هېواد د پرځول شوي جمهوري حکومت استازی خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې نن ماسپښین به د ځینو نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان استازی جنرل اسمبلۍ ته وینا کوي.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفن دوجاریک په حواله ویلي چې د افغانستان ویناوال به غلام محمد اسحاقزی وي.

اسحاقزی د محمد اشرف غني په مشرۍ پخواني دولت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی ټاکلی وو، نوموړی پر داسې مهال ملګرو ملتونو ته وینا کوي چې پر افغانستان طالبان واکمن دي او څه نا څه درې اونۍ وړاندې یې خپله سرپرسته اداره اعلان کړه.

د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې سره هم-‌ مهاله د طالبانو سرپرستې ادارې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دې سازمان ته په یوه لیک کې سهیل شاهین د افغانستان د استازي په توګه معرفي کړ. ملګرو ملتونو د طالبانو د دې لیک د هو یا نه ښکاره ځواب ورنه‌کړ، خو ورته ویلي یې دي د سازمان مشرتابه یې لیک ارزوي.

سهیل شاهین د ملګرو ملتونو پر دې پرېکړې اعتراض کړی چې دوی ته‌ یې په جنرل اسمبلۍ کې د وینا اجازه نه ده ورکړې.

د ملګرو ملتونو ویاند بیا ویلي، غلام محمد اسحاقزي د طالبانو تر راتګ مخکې دوی ته په جنرل اسمبلۍ کې د افغان ګډونوالو نومونه لېږلي دي.

XS
SM
MD
LG