د جنوبي وزيرستان ضلعي انتظاميې له تېرو شپږو ورځو راهيسې په سيمه کې د وسله والو پرضد د لټون عملياتو له وجې د انټرنيټ او موبايل ټېلېفون سهولت تړلی دي.
دا خبره د ضلعي پوليس ادارې یوه چارواکي امام شاه د سېپټېمبر پر۲۳مه مشال راډيو ته کړي.
ده وويل چې د جنوبي وزيرستان لده، سروکی او سره راغه (روغه) په ګډون په نورو سيمو کې انټرنيټ په مکمل ډول بند دي.
دا تر هغې وروسته ده چې په سيمه کې پوځ وايي چې د جنوبي وزیرستان په سپينه ميله سيمه کې د سېپټېمبر پر ۱۴مه تحريک طالبان پاکستان وسله والو په بريد کې اووه پوځيان وژلي وو.
تر دې يو ورځ مخکې هم وسله والو په يو بريد کې يو سرتېری وژلی وو.
که څه هم د سيمې انتظامي چارواکو د لټون عملياتو په اړه معلومات نه دې ورکړي خو د پښتون ژغورني غورځنګ يو مخکښ عالم زيب مسيد د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال پينځه کسان نيولي دي.
ده وويل چې په سيمه کې د انټرنيټ او موبايل ټېلېفون سهولت تړلو خلاف به د سېپټېمبر پر ۲۴مه مظاهره کوي.
په سيمه کې د ځوانانو سازمان وايي، د انټرنيټ تړلو له وجې د زده کوونکو انلاين کلاسونه متاثره شوي دي.
خو په صوبايي اسمبلي کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي نوابزاده فريد صلاح الدین د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې په جنوبي وزيرستان کې به انټرنيټ په راتلونکو دوو ورځو کې بحال شي.
د فېسبوک تبصرې