د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د جنوبي وزیرستان د معذورانو پر احتجاجي کېمپ تشدد کړی: پي ټي اېم


پښتون ژغورنه غورځنګ ادعا کوي چې په کوټکۍ سیمه کې په ماین چاودنو کې د معذوره شویو کسانو پر احتجاجي پرلت پوليسو تشدد کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر شيرزاده مسيد د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د پوليسو تشدد له وجې يوشمېر کسان ژوبل شوي دي.

د نوموړی په وینا، پرلتوالو د احتجاج په توګه د مکين او ټانک ترمینځ غځېدلی سړک بند کړی او غوښتنه کوي چې تر څو د سره راغه (روغه) پوليسو اېس اېچ او معطله نکړي احتجاج به يې جاري وي.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي بيا مشال راډیو ته وويل چې د پېښې له پلټنې وروسته به رسنيو سره مالومات شريک کړي.

جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنو معذوران خپل احتجاج اسلام اباد ته غځوي

ټانک کې د کېلونا نما بم چادونې د جنوبي وزیرستان درې ماشومان وژلي دي

جګړه ځپلي ماشومان دردوونکي کیسې لري

دغه احتجاجي ناسته چې د سېپټېمبر له شپږمې نېټې راهيسې دوام لري، پرلتوال یې غوښتنه کوي چې سیمه دې له ماینونو څخه پاکه کړل شي، مالي مرستې دې ورسره وشي، ملازمتونه دې ورکړل شي او په چاودنو کې وژل شویو ته دې شهدا پېکېج ورکړل شي.

د سېپټېمبر پر ۱۶مه د دهرنې مشرانو ويلي ول چې انتظاميې يې غوښتنې نه دي پوره کړې نو اړ دي چې اسلام اباد پلو ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال د جون پر ۱۰مه نېټه په پېښور های کورټ کې د جنوبي وزیرستان پينځو وکیلانو یو درخواست جمع کړی وو چې پکې له عدالته غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د شهدا پېکېج له مخې د ماين په چاودنو کې اغېزمنو کسانو او کورنيو ته د مرستې په توګه پیسې ورکړي.

په درخواست کې ويل شوي چې په تېرو څو کلونو کې په جنوبي وزيرستان کې د ماین شاوخوا ۱۷۸ چاودنې شوې چې پکې ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ معیوبه شوي دي.

جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنو معذوران خپل احتجاج اسلام اباد ته غځوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

حکومت تر اوسه عدالت ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی او نه يې هم د ماین چاودنو په اړه رسمي شمېرې خپرې کړې دي.

د جنوبي وزيرستان په ګډون په ځينو نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال ماينونه ښخ شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې په جنوبي وزيرستان کې يې ځينې سيمې له ماينونه پاکې کړې دي خو ځايي خلک وايي چې دا کار دې ژر تر ژره بشپړ شي. سیمه له ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له مهمو غوښتنو وه.

XS
SM
MD
LG