د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې ځانمرګي برید یو عسکر وژلی څلور ژوبل


په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پوځ پر عسکرو ځانمرګي بريد کې يو عسکر وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي مشال راډيو ته وويل چې د سېپټېمبر پر ۱۳ مه په بدر سيمه کې د عسکرو پر موټر دا بريد شوی.

د نوموړي وينا وه له پېښې وروسته یې د لټون عمليات پيل کړي خو څوک يې ګرفتاره کړي نه دي.

د بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۱مه هم په جنوبي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې د یو برېګېډییر په ګډون درې پوځیان ژوبل شوي ول چې د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

بلخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د سېپټېمبر پر درېیمه سهار د لرګیو ټال کې له چادونې دوه تنه ژوبل شوي دي.

شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په دې وروستیو کې د بدامنۍ پېښې، بمي چادونې او هدفي بریدونه وخت په وخت دوام لري، چې پرضد یې ځايي پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي ځوانانو، مشرانو وخت په وخت لاریونونه او جرګې کړې او له دولته یې د داسې پېښو د مخنیوي غوښتنې کړې دي.

حکومت او پوځ په وار وار ویلي، چې دغلته اوس امن بحال شوی او د لږ او ډېر داسې وقعاتو د مخنیوي هڅې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG