د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د زیاتېدونکو وسله والو بریدونو وجوهات څه دي؟


پاکستان کې په وروستیو کې وسله وال بریدونه زیات شوي
پاکستان کې په وروستیو کې وسله وال بریدونه زیات شوي

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي د اګست پر ۱۵ مه سهار وختي په کوز دیر کې ماین چاودنې څلور پولیس ژوبل کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي د اګست پر ۱۴ مه د بلوچستان په لورالايي ضلع کې له وسله والو سره د نښتې پرمهال یو عسکر او درې وسله وال وژل شوي دي.

په همدې ورځ د کراچۍ پولیسو وویل چې ماښام مهال دغه ښار کې یوې چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان وژلي دي.

د پاکستاني پوځ په وینا، د اګست په ۱۳ مه په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال نښته کې وسله والو یو عسکر وژلی دی.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې په ملک کې هېڅ یوه وسله واله ډله هم منظم جوړښت نه لري نو بیا په دې ملک کې په تیرو څو ورځو کې د ناامنیو پېښو زیاتېدو تر شا څه ممکنه وجوهات دي؟

په اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتي مرکز مشر عامر رانا وايي چې په افغانستان کې له زیات شوي تاوتریخوالي سره په پاکستان کې هم بریدونه زیات شوي دي.

ده وویل، "له تېرې مې میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بریدونه سېوا شوي نو په پاکستان کې هم وسله والو ډلو او په خاصه توګه تحریک طالبان پاکستان خپل فعالیت زیات کړی دی. یعنې په افغانستان کې د طالبانو بریا په پاکستان کې هم وسله والو ډلو ته د بریا احساس ورکوي او دا وروستي بریدونه د دغې احساس څرګندونه ښکاري."

ده زیاته کړه چې دا اوس د افغانستان په حالاتو پورې تړلې ده چې هغه کوم اړخ ته ځي نو د هغو حالاتو اغېز به په پاکستان هم کېږي.

عامر رانا وویل چې پاکستان د دغه اغېز د مخنیوي لپاره په مکمله توګه تیار نه دی.

بلخوا د دفاعي چارو څېړونکی ریټایرډ بریګیډیر سید نذیر وايي چې په افغانستان کې مېشتې وسله والې ډلې دغه هېواد کې د روان ګډوډي نه په ګټه پورته کولو دا بریدونه کوي.

د ده په خبره، طالبانو په ۲۰۲۰ز کال کې له امریکا سره په موافقه کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو خلاف کارېدو ته نه پرېږدي. "طالبانو د دوحې په تړون کې له امریکا سره ژمنه کړې وه چې دافغانستان خاوره به د بل کوم هېواد خلاف نه استعمالېږي. افغانستان کې مېشتې وسله والې ډلې یا غیر ریاستي عناصر د هېواد خاوره د نورو ګاونډي هېوادونو او په خاصه توګه د پاکستان خلاف استعمالوي.نو اوس که په افغانستان کې طالبان کنټرول تر لاسه کړي نو لازمي به د دغو وسله والو ډلو پر ضد کارروايي کوي."

د ده په وینا،‌ دغه وسله وال به یا خو طالبانو ته تسلیمېږي او یا به وژل کېږي.

خو د سیمې پر حالاتو نظر لرونکی خبریال شمیم شاهد وايي چې د افغانستان او پاکستان د طالبانو نظریه یوه ده او په افغانستان کې د طالبانو واک ترلاسه کول به نه یوازې د دغه هېواد بلکې ټولې سیمې لپاره بد اثرات ولري.

ده وویل، "زه دا وایم چې په پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو کې هیڅ فرق نشته، د دوی فکر او اهداف یو دي او که څوک دا وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راشي نو په پاکستان کې به امن قایم شي، زه دا نه منم."

ده زیاته کړه چې که پاکستان دا فکر کوي چې افغان طالبان یې ملګري دي او د دوی په مرسته کې به ګټه وکړي نو دا ممکنه نه ده ځکه چې طالبان په افغانستان کې ډیر کم شمېر دي او د افغانانو اکثریت ورسره مخالفت لري.

ده وویل، "پاکستان ته پکار ده چې په افغانستان کې د جمهوري حکومت او ولس ملاتړ وکړي ځکه چې که په افغانستان کې جمهوري حکومت له منځه لاړ شي نو نه یوازې دغه هېواد بلکې پاکستان او ټوله سیمه به یې له بدو نتایجو سره مخ شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په بیا بیا پاکستان د افغان طالبانو په ملاتړ تورن کړی خو اسلام اباد تل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان او پاکستان امن سره تړلی دی نو ځکه په افغانستان کې د سولې اوثبات لپاره د افغان حکومت سره هر ډول ممکنه مرسته کوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG