چارواکي وايي، د بنو په ځونیخېلو (جانیخلېو) کې د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه وسله والو پر دوو وروڼو برید کړی چې پکې یو وژل شوی او بل ژوبل دی.
د بنو یوه لوړپوړي انتظامي چارواکي بېګا ناوخته د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د وژل شوي ځوان اسماعیل پوسټ مارټم شوی او پولیسو د وسله والو لټون پیل کړی دی.
د سیمې یوه اوسېدونکي لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل، وسله والو دوه کاله مخکې د دغو وروڼو پلار هم په هدفي برید کې وژلی وو. نوموړی زیاتوي، دې وروستۍ پېښې ته په کتو اړ دي چې بیا پرلت ووهي.
دا پېښه د سېپټېمبر پر ۲۲مه تر هغې څو ساعته وروسته وشوه چې په ځونيخېلو کې د مشرانو او فعالانو جرګې یوځل بیا حکومت ته هغه ژمنې ور په یاد کړې چې له دوی سره یې د مې میاشتې پر ۳۰مه نېټه د یوه ځايي ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون کې د ۲۸ ورځني احتجاج ختمولو په ډاډ کړې وې.
د جرګې په وینا حکومت ورته په سیمه کې د پرمختیايي کارونه، د پرلت نیول شویو کسانو خوشې او د هغوی پروړاندې کښلې مقدمې ختمول او د احتجاج پر مهال دوی ته د رسېدلو تاوانونو ازاله وه، خو نوموړی زیاتوي چې سرکار یې لاهم غوښتنې نه دي منلې. هغه احتجاج د اتمانزي لویې جرګې په مینځګړتوب پای ته رسېدلی وو.
د سېپټېمبر پر ۲۲مه په ځونیخېلو کې د شوې جرګې یوه برخوال ملک بلقیاس خان مشال رېډیو ته وویل، چې د وژل شوي ملک نصیب خان لپاره د احتجاج پر وخت او تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې هم د څلورو ځوانانو د جسدونو موندلو پس اته ورځني احتجاج ختمولو لپاره د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت او وزیر اعلا محمود خان وعدې کړې وې خو تر اوسه نه یوازې دا چې کړې ژمنې پوره شوې بلکې لاهم وهل او پورې-وهل روان دي، ځای پر ځای مرګونه کېږی. جرګې د همدې لپاره بیا ناسته وکړه چې د اتمانزو لویې جرګې ته ور په یاد کړي چې حکومت دې خپلې ژمنې سر ته ورسوي.
د بنو انتظامیه وايي، حکومت نه یوازې د ځونیخېلو امنیت ته ژمن دی بلکې د پرمختیا لپاره یې په بودیجه کې دوه اربه روپۍ هم ایښې دي. خو د ځونیخېلو د ځايي ولس پر وینا تر اوسه سرکاري ژمنې یوازې د کاغذونو پر مخ دي، عملي بڼه یې نه ترسترګو کېږي.