د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ او ملګري يې د غورځنګ پر اييني څوکيو نه دي پاته شوي: منظور پښتين


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين دغه عکس په ۲۰۱۸زکال کې له فرانس پريس اژانس سره د مرکې پر مهال اخيستل شوی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين دغه عکس په ۲۰۱۸زکال کې له فرانس پريس اژانس سره د مرکې پر مهال اخيستل شوی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، محسن داوړ او هغه کسان چې د نېشنل ډېموکرېټک موومنټ په نوم يې ګوند اعلان کړی، د پي ټي اېم پر مهمو اييني څوکيو نه دي پاته شوي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ د سېپټمبر پر لومړۍ نيټه په پيښور کې د نېشنل ډېموکرېټک مومنټ په نوم سياسي ګوند اعلان کړی وو. نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښانو ګڼل کېده.

منظور پښتين د سېپټېمبر پر دويېمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د محسن داوړ او ملګرو يې دريځ وو چې بايد د پارلېمان له لارې سياسي مبارزه وشي خو د ده په وينا بیا د سږکال په لومړيو کې په صوابۍ کې د غورځنګ په غونډه کې فیصله وشوه چې د پي ټي اېم مبارزه به غير پارلېماني وي.

له منظور پښتين سره د مشال راډيو خبريال داود خټک مرکه کړې او ورڅخه يې پوښتلي چې د محسن داوړ نوي ګوند ته يې غبرګون څه دی؟ مرکه لاندې د ږغ په ځای کې واورئ.

محسن داوړ او ملګري يې د غورځنګ پر مهمو چوکيو نه دې پاته شوي: منظور پښتين
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ د ((ملي جمهوري غورځنګ)) په نوم د يوه نوي سياسي ګوند اعلان په پېښور کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړ. هغه وويل چې په پاکستان، په ځانګړې توګه په پښتونخوا کې د يوه ملتپاله جمهوري ګوند تشه احساسېدله نو ځکه دوی نوی ګوند جوړ کړ.

محسن داوړ پر دې مهال د خپل ګوند منشور وړاندې کړ او وې وويل چې د دې پارټۍ بنيادي اصول يوه سیکولر، وفاقي جمهوري او پارلماني نظام ته وده ورکول دی:

"د رياست او حکومت واکمني به مطلق نه وي. دا به تر ايين لاندې د خلکو د بنيادي حقونو د احترام تابع وي. زموږ ګوند به د ټولو صوبو او قامونو ترمنځ د سيالۍ پر بنياد د عدل و انصاف جوړولو لپاره د يوې نوې عمراني معاهدې هڅه کوي."

د محسن داوړ په مشرۍ د ملي جمهوري غورځنګ په نوم د نوي ګوند د اعلان پر وخت د افراسیاب خټک، بشیر خان مټه، لطیف اپریدي او بشرا ګوهر تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې نور غړي هم موجود ول، خو محسن داوړ په عين حال کې وويل چې اوس هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د اهدافو ملاتړ کوي او په روانه مبارزه کې به تر پخوا لا زيات فعاليت ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG