د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په چاوڼیو کې بلدياتي ټاکنې وکړې نوره خیبر پښتونخوا کې یې ولې نه کوي؟ اپوزيشن


پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال پر ۲۵م جولای د ټولټاکنو بهیر
پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال پر ۲۵م جولای د ټولټاکنو بهیر

د پاکستان په چاوڼيو کې تر بلدياتي ټاکنو وروسته په خيبر پښتونخوا کې اپوزيشن ګوندونه وايي، که حکومت په کنټونمنټ بورډ کې انتخابات کولای شي نو په صوبه کې يې ولې نه کوي؟

د سېپټېمبر پر۱۲مه د پاکستان په ۳۹ چاوڼيو کې د ۲۰۶ څوکيو لپاره خلکو خپلې رايې وکارولې.

د پاکستاني رسنيو ترمخه، پاکستان تحريک انصاف له ۶۰ زياتې او پاکستان مسلم ليګ (ن) تر ۵۵ زياتې څوکۍ ګټلې دي او تر ۵۰ زيات ازاد اميدواران هم کاميابه شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د حکومت ځينې مخالفه ګوندونه تور پورې کوي چې صوبايي حکومت ولس ته د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې ناکامه شوی دی او په بلدیاتي ټاکنو کې د ماتې خوړولو له وجې له تېر کال راهيسې له ځنډه کار اخلي.

د مسلم لیګ (ن) ګوند د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي اختيار ولي د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې په چاوڼيو کې شوو ټاکنو له نتيجو وروسته دوی نه ګڼي چې حکومت د خپل واک په موده کې بلدیاتي انتخابات وکړي.

نوموړی وايي: "د حکومت د تېرو درېوو کالو کارکردګي د ټولو پر وړاندې ده، ولس چې د ګرانۍ او بې روزګارۍ په ګډون له نورو ستونزو سره مخ دی نو موږ ته مالومه وه چې تحريک انصاف حکومت په هېڅ صورت بلدياتي انتخاباتو ته زړه نه ښه کوي او دا وجه ده چې کله يوه او کله بله نېټه ورکوي."

د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره لومړی د ۲۰۲۱ز کال اپرېل او بیا سېپټېمبر میاشت یاده کړې وه او صوبايي کابینې يې منظوري هم ورکړې وه.

خو د جميعت علمای اسلام ف ګوند د صوبايي اسمبلۍ استازی حافظ اسلام الدين وايي چې حکومت لومړی په قبايلي ضلعو کې د حلقه بنديانو او اوس د کورونا وايرس وبا په پلمه/بهانه بلدياتي ټاکنې ځنډوي.

نوموړی وايي: "حکومت دې د کورونا وايرس وبا نه بهانه کوي او د سږکال په اکتوبر مياشت کې چې د بلدياتي انتخاباتو خبره کوله نو هغه دې پوره کړي. که په چاوڼيو کې ټاکنې کېدای شي نو د صوبې په نورو برخو کې ولې نه؟"

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بلدیاتي حکومتونو او ټاکنو لپاره پارلېماني سېکرېتري فضل الهي بيا د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې په صوبه کې د انتخاباتو ځنډولو یوازینۍ وجه کورونا وبا ده، يو ځل دا وبا کنټرول شي نو په سمدستي توګه به انتخابات وکړي.

"په چاوڼيو کې د ووټرانو شمېره په زرګونو او د اميدوارانو شمېر په سوونو کې دي، خو که په صوبه کې بلدياني انتخابات کوو نو د ووټرانو شمېر په لکونو او د اميدوارانو شمېر په زرګونو کې دی او ټولو ته مالومه ده چې په پاکستان کې د کورونا وايرس څلورمه څپه روانه ده نو په داسې وخت کې انتخابات کولو مطلب قصدا په کېسونو کې اضافه کول دي."

د فضل الهي په وينا، حکومت د بلدياتي ټاکنو لپاره خپله تياري مکمل کړې ده که په روانه مياشت کې په څلورمه څپه قابو وموندل شو نو په راتلونکې مياشت کې د ټاکنو لپاره تيار يو.

په پاکستان کې د کورونا وايرس لومړی کېس د۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ پر ۲۶مه مخې ته راغلی و او لومړی تن ترې د مارچ پر ۱۸مه، د مردان په منګا کلي کې مړ شوی وو.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان سرکاري ووبپاڼې وايي چې د ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ راهيسې په هغه هېواد کې د ټولو وړجنو کسانو شمېر ۱۲ لکو څخه اوړېدلی دی خو شاوخوا ۱۱ لکه کسان له وايرسه رغېدلي هم دي.

حکومت لومړی په قبايلي ضلعو کې د حلقه بنديانو او اوس د کورونا وايرس وبا په بانه بلدياتي ټاکنې ځنډوي.
حافظ اسلام الدين

د پاکستان بشري حقونو کميشن (اېچ ار سي پي) د جون پر ۲۳مه په خپل يو راپور کې د خېبر پښتونخوا حکومت له خوا په صوبه کې بلدياتي ټاکنې پروخت نه کولو اندېښنه ښودلې وه.

اېچ ار سي پي په خپل راپور کې ويلي ول چي په ۲۰۲۰ز کال کې صوبايي حکومت لخوا بلدياتي انتخابات نه کولو له وجې په ترقياتي پروژو ډېر اثر پرېوتی دی.

خو د خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې دوی خپلې تیاریانې مکمل کړي او چې کله ورته حکومت ووايي نو انتخابات به وکړي.

دی وايي،"د تېرې مياشتې پر۱۰مه نېټه په اسلام اباد کې د چيف الېکشن کميشنر په مشرۍ يوه غونډه شوې وه چې پکې له خيبر پښتونخوا څخه هم متعلقه چارواکو ګډون کړی وو او هغوی دا وړانديز وکړو چې د کورونا وايرس وبا او د افغانستان حالاتو په رڼا کې بلدياتي انتخابات دې راتلونکي کال تر مارچ مياشتې پورې وځنډوي خو اليکشن کميشن ورسره دا و نه منله. موږ له صوبايي حکومت سره په تماس کې يو او زموږ به کوښښ وي چې روان کال تر اخره بلدياتي انتخابات وشي خو حتمي فيصله به صوبايي حکومت له کول وي."

په خيبر پښتونخوا کې په اخري ځل بلدياتي انتخابات د ۲۰۱۵ز کال په مې مياشت کې شوي ول او د ۲۰۱۹ز کال په اګست مياشت کې بلدياتي ادارو خپله موده پوره کړه.

د قانون له مخې نوې ټاکنې بايد په ۱۲۰ ورځو کې دننه شوې وی چې تر دا مهاله ونکړی شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG