د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت پر انتخاباتي اصلاحاتو نه یو غږولي: د قبایلي ضلعو استازي


په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو ځينې استازي وايي، د انتخاباتي اصلاحاتو په لړ کې ورسره سلا مشوره نه ده شوې.

د پاکستان وفاقي حکومت د دې اصلاحاتو په اړه د مې پر ۲۴مه په پارلېمان کې بحث پيلوي.

په صوبايي اسمبلي کې د جنوبي وزيرستان استازې نعيمې کشور د مې پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د اوسنيو اصلاحاتو لپاره حکومت له هېچا رايه نه ده اخیستې او دا د واکمن ګوند خپله پرېکړه ده.

د نوموړي په خبره د انتخاباتو کمېشن هم له حکومت سره پر اصلاحاتو متفق نه دی: "حکومت په دې کې الېکټرانک ووټنګ مشين (د رایې اچولو برقي اله) کارول غواړي. زه په ۲۰۱۷ز کال کې د قامي اسمبلي غړې په توګه د انتخاباتی اصلاحاتو کمېټۍ کې شامله وم، په هغه وخت کې موږ دا خبره کړې وه چې په لومړي پړاو کې به د الېکټرانک ووټنګ مشين ازموينه په ضمني ټاکنو کې کېږي، بيا به انتخاباتي کمېشن په دي لړ کې راپور تياروي او پر هغه راپور به په پارلېمان کې بحث کېږي. اوس الېکشن کمېشن دوه راپورونه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي دي او پر هغه بحث نه کوي. حکومت د پارلېمان پرځای د ارډيننس (لنډمهالي قانون) له لارې انتخاباتي اصلاحات نافذول غواړي. حکومت نور سياسي ګوندونه په اعتماد کې نه دي اخیستي نو د قبايلي ضلعو د استازو خو لیرې خبره ده."

د نيعمې کشور په خبره، په قبايلي ضلعو کې تر ټولو لويه مسله د شناختي کارډ جوړولو ده چې زياتره قبايلو او په ځانګړې توګه د ښځو کارډونه نه دي جوړ شوي.

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۱۷ز کال انتخاباتي قانون کې ځېني ترميمونه وړاندي کولو ويلي ول. په دې کې په بهر هېوادونو کې مېشتو پاکستانيو وګړو ته د ووټ اچولو حق ورکړل شوی دی، د دې ترڅنګ د ووټ اچولو لپاره د الېکټرانک مشين کارولو خبره شوې وه.

صوبايي اسمبلي غړی نعيمه کشور وايي، په نړۍ کې شاوخوا ۲۰ هېوادونه په انتخاباتو کې د ووټ اچولو لپاره برېښنايي مشين کاروي او پر هغې اوس هم د خلکو تحفظات دي.

له شمالي وزيرستانه د صوبايي اسمبلي غړي مير کلام وزير د مې پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې انتخاباتي اصلاحاتو په اړه له دوی سره هېڅ مشوره نه ده شوې. "د دې حکومت له شروع څخه دا پاليسي ده چې يو غير ضروري بحث وچېړي چې ټول خلک پر هغې اخته شي او د دوی پرضد له خبرو څخه د خلکو پام واړوي. زما په خيال ما ته نه ښکاري چې په اصلاحاتو کې به داسې بدلون راولي چې شفاف او غير جانبداره ټاکنې يقيني کړي. اوس هم داسې ګورئ چې پوره بکسې (د ووټ اچولو بکس) ورکېږي او يا [انتخاباتي عمله] يرغمل کېږي. د اصلاحاتو خبره به تش تر کاغذونو پورې پاتې وي."

مير کلام وزير وويل چې حکومت په قبايلي ضلعو کې بلدياتي نظام راوستو لپاره تيار نه دي او نه هم د بلدياتي ټاکنو لپاره څه انتظام لري. د ده په خبره، له انتخاباتي اصلاحاتو مخکې بايد د نورو سياسي ګوندونو ترڅنګ د قبايلي ضلعو غړيو غوښتني په پام کې ونيول شي.

په پېښور پوهنتون کې د سياسياتو څانګې مشر ډاکټر عبدالروف د مې پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د ټولو سياسي ګوندونو په منشور کې دا خبره شامله وي چې انتخاباتي اصلاحات به کوي او موجوده حکومت هم دا خبره کوي.

"خو په کومه طريقه چې هغوی (حکومت) د انتخاباتي اصلاحاتو خبره کېږي نو د هغې په اړه پوښتنې موجودې دي. حکومت بايد د دې په طريقه توجو او کار وکړي. انتخابي اصلاحاتو په اړه بايد په پارلېمان کې بحث وشي او له حکومتي ګونده علاوه ټول سياسي جماعتونه پکې برخه واخلي او تر مباحثي پس ته په څه څيزونو اتفاق وکړي. نو په دې لحاظ ما ته نه ښکاري چې حکومت په دې طريقه دا مسله حل کړي. ځکه چې تاسو وګورئ حکومت پر دې خبرو سياست کوي. دا به غوره طريقه وي چې له اپوزیشن ګوندونو سره په سلا مشوره اصلاحات وشي."

ډاکټر روف زياته کړه چې له پارلېماني چارو سره له تړلو ټولو ادارو سره سلا مشوره وشي.

د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه مو د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري سره رابطه وکړه خو ځواب يې رانکړ.

خو نوموړي د مې پر ۱۹مه په پارلېمان کې د ووټ اچولو برېښنايي مشین ماډل وړاندې کولو پرمهال ويلي ول چې انتخاباتي اصلاحات راوستل اوس ضروري شوی دي. "تاسو د کراچۍ الېکشن يا نور وګورئ نو په هغې ټولو کې دا شکايت کېدو چې پولېنګ (ووټ اچولو عمل) سر ته ورسېد، خو نتيجې يې نه راځي. موږ د دې حل راایستی دی او د الېکشن کمېشن د سپارښتنو په رڼا کې مو د الېکټرانک ووټ مشین دا ماډل جوړ کړی دی."

تر دې مخکې فواد چودري د مې پر ۱۸مه د کابينې تر غونډې وروسته ويلي ول چې په قامي اسمبلي کې به د ګل پر ورځ (د مې پر ۲۴مه) د الېکشن کمېشن ۲۰۱۹-۲۰۲۰ز کال راپور بحث لپاره وړاندې کوي. نوموړي زياته کړه چې حکومت وار له مخې په راتلونکو ټولټاکنو کې د الېکټرانک ووټنګ مشينونو کارولو لپاره ارډيننس (لنډمهالی قانون) جاري کړي دي.

د تحريک انصاف ګوند په مشرۍ د پاکستان حکومت په داسې حال کې د انتخابات اصلاحاتو خبره کوي چې په وروستيو کې په ضمني انتخاباتو کې اپوزیشن ګوندونو زياتې څوکۍ ترلاسه کړي او په ځينو حلقو کې امېدوارانو په ټاکنو کې د درغليو تورونه هم لګولي ول.

اپوزیشن ګوندونه له تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې د ۲۰۱۸ز کال پارلېماني ټاکنو د شفافيت په اړه پوښتنې کوي.

خو انتخاباتي کمېشن او حکومت د اپوزیشن ګوندونو تنقيدونه بې ځايه بولي او وايي، د ۲۰۱۸ز کال د جولای میاشتې عام انتخابات راڼه او منصفانه ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG