د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات یو کال وځنډېدل


اپوزیشن ګوندونه وايي، حکومت بلدیاتي ټاکنو موده یو کال لپاره وځنډول.(ارشیف)
اپوزیشن ګوندونه وايي، حکومت بلدیاتي ټاکنو موده یو کال لپاره وځنډول.(ارشیف)

پراګ- په خیبر پښتونخوا کې اپوزیشن ګوندونه وايي، حکومت د دوی پر مخالفت سربېره د بلدیاتي انتخاباتو د یو کال لپاره د ځنډولو بیل منظور کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د جولای پر ۱۷مه اپیډیمیک کنټرول اینډ ایمرجنسي ریلیف په نوم بیل منظور شو چې پکې د کورونا وبا په خاطر بلدیاتي انتخابات هم تر راتلونکې کال اګست پورې د ځنډولو خبره شوې ده.

د بلدیاتو پخوانۍ صوبايي وزیر او د متحده مجلس عمل ګوند غړي عنایت الله د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د بلدیاتي انتخاباتو د قانون د ۳۱مې دفعې ترمخه، د نویو بلدیاتي حکومتونو جوړولو لپاره د شپږ میاشتو انتقالي موده تر دوو کلونو پورې منظور شوې وه.

نوموړی زیاتوي چې ۳۱مه دفعه غیر اییني ده او ده په دې کې اصلاحات هم وړاندې کړی وو خو حکومت ونه منل.

"د بلدیاتي انتخاباتو په اړه د ۲۰۱۹ز کال په اصلاحاتي قانون کې په ۳۱مه دفعه کې ترامیم وکړ او د شپږو میاشتو انتقالي موده یې تر دوو کالونو پورې زیاته کړه. ما په دې کې اصلاحات مخې ته راوړل چې دا دفعه لیرې کړی. ما حکومت ته وویل چې داسې ښکاري تاسو بلدیاتي انتخابات نه کول غواړی ځکه دوه کاله وروسته خو به د عامو ټاکنو تیاریانې پیل شي او قانون هم دا وايي چې د عامو ټاکنو نه شپږ میاشتې وړاندې بل الیکشن نه شي کېدای."

عنایت الله زیاتوي، د بلدیاتي انتخاباتو په لړ کې د ۲۰۱۷ز کال د قانون ترمخه، باید الیکشن کمیشن د بلدیاتي حکومتونو مودې ختمېدو وروسته په دریو میاشتو کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره تیاریانې وکړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د جون لومړی نېټې څخه د اپیډیمیک کنټرول اینډ ایمرجنسي ریلیف ارډیننس ۲۰۲۰ تر لاندې د روغتیا په برخه کې بیړنی حالت عملي کړی وو او وویل شوی وو چې د ارډیننس له مخې به د بیړني حالت تر دوامه پورې بلدیاتي انتخابات نه کېږي.

د دې ارډیننس موده به د اګست پر ۱۰مه پایې ته رسېږي.

له مومندو د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی نثار احمد مومند وايي چې له وړاندې د قبایلي ضلعو په ګډون د خیبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې پرمختیايي کارونه په ټپه ولاړ دي او د بلدیاتي انتخاباتو د نور یو کال لپاره ځنډول به دا سیمې نورې هم پشا بوځي.

نوموړی زیاتوي، که انتخابات وځنډول شول نو دوی به د انتخاباتي کمیشن مخې ته احتجاجي مظاهره کوي.

"دا بیل چې رامخې ته شو نو موږ یې په سختۍ سره مخالفت وکړ او د بیل کاپۍ هم وشلولې. د بلدیاتي انتخاباتو لړ کې په قبایلي سیمو کې زیاتۍ ته وشو چې کومې پیسې دوی ( حکومت) موږ ته ویلي ول هغه هم نه راکوي او تر څو چې بلدیاتي حکومتونه نه وې جوړ نو دا فکر نا سم دی چې دلته به ترقي راشي."

د پاکستان پیپلز ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی احمد کنډي بیا وايي چې بلدیاتي انتخابات ځنډول د حکومت نه بلکې د انتخاباتي کمیشن کار دی او له بیل منظورولو سره حکومت د انتخاباتي کمیشن د کارونو خلاف ورزي کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د انتخباتي کمیشن یو چارواکې سهیل احمد بیا وايي چې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره د حلقه بندیو په ګډون ځینې نورې تیاریانې روانې دي او د دې د ځنډولو لړ کې د بیل د منظوری په اړه لا الیکشن کمیشن ته څه نه دې ویل شوي.

نوموړی وايي، د انتخاباتو نیټه ټاکل د انتخاباتي کمیشن کار دی خو دا د صوبايي حکومت لخوا اقداماتو ته په کتو کوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی او د هاوسنګ وزیر امجد علي وايي، حکومت د بلدیاتي انتخاباتو ځنډولو پرېکړه د کورونا وبا د بچ کیدو او د ګنې ګوڼې مخنیوي په خاطر کړې ده.

"اپوزیشن خو پخپله هم بلدیاتي ټاکنو ته نه وو تیار او د کورونا دا وجې دا انتخابات په ټول پاکستان کې د ځنډ ښکار دي."

په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۱۵ز کال د مې پر۳۰مه بلدیاتي انتخابات ترسره شوي وو چې اییني موده یې د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر ۲۸مه پای ته رسېدلې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG