د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې دوه نور کسان وژل شوي


په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پرضد په وار وار مظاهرې، پرلت او ولسي غونډې شوي.انځور-ارشيف
په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پرضد په وار وار مظاهرې، پرلت او ولسي غونډې شوي.انځور-ارشيف

په شمالي وزیرستان کې په هدفي بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي.

د پولیسو او ځايي خلکو په وینا، د سېپټمبر پر ۱۱مه په لومړۍ پېښه کې د میرلي د خیسور په خټي پنګه شینکي کلي کې "نامعلومو وسله والو" محمد خان نومي کس په ‌ډزو ویشتلی دی.

بل خوا د د رزمک پولیسو او انتظامي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هلته هم د سېپټمبر پر ۱۱مه وسله والو د ایوب خان په نوم یو ځايي کس په ډزو وواژه.

سږ کال په شمالي وزيرستان کې ۴۶ کسان په هدفي بريدونو کې په نښه شوي

هيچا د دواړو پېښو ذمه واري نه ده منلې. پوليس وايي چې د نامعلومو کسانو پرضد يې مقدمه درچ کړې او پلټنې يې پيل کړي.

شمالي وزيرستان چې يو وخت ورته د القاعده په ګډون د افغان طالبانو، حقاني شبکې، ازبک وسله والو او پاکستاني طالبانو مرکز ويل کېده، پکې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې د جون په مياشت کې عمليات وکړل. پر دې مهال تر يو مليون زیات کسان بېکوره شول. خو وروسته پوځ ادعا وکړه چې سيمه يې له وسله والو پاکه کړې چې ورسره يې د بېکوره شويو خلکو ستنول هم پيل کړل.

خو تر دې څه موده وروسته په شمالي وزيرستان کې هدفي وژنې پیل شوې چې تر نن پورې دوام لري. په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې. يوازې سږ کال په شمالي وزيرستان کې د تازه پېښو په ګډون ۴۶ کسان په نښه شوي.

پوليسو په وار وار مشال راډيو ته ويلي چې دوی په ځينو سيمو کې ځانګړي عمليات کړي دي.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. په دې سيمه کې د هدفي وژنو پرضد مظاهرې، پرلت او احتجاجي جلسې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG