د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې یو وسله وال وژل شوی او درې نیول شوي: پوځ


په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي ول.
په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي ول.

د شمالي وزیرستان امنیتي چارواکي وايي، د میرعلي په حیدر خېلو کې يې یو وسله وال وژلی او درې وسله وال او د هغوی درې مبینه مرسته کوونکي یې هم نیولي دي.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د سېپټېمبر پر ۱۰مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د میرعلي په حیدر خیلو کی امنیتي ځواکونو د پټو اطلاعاتو پر بنیاد عملیات کړي چې د عسکرو او وسله والو ترمنځ تر څو ساعتونو نښتې شوې دي.

چارواکي وايي چې په دې عملیاتو کې د مامور په نامه وسله وال وژل شوی او د صفي الله، شامین او غفور په نومونو درې تنه وسله وال نیول شوي دي.

د دوی په وینا، وژل شوي او نیول شويو وسله والو له حافظ ګل بهادر او صادق نور وسله والو ډلو سره اړیکې لرلې.

امنیتي چارواکي وايي چې وژل شوي او نیول شوي وسله وال په میرعلي کی د مې پر ۲۱مه، د جولاي پر ۱۳مه، د جون پر ۲۱مه او د سېپټېمبر پر درېيمه نېټه په شویو هدفي وژنو کې ککړ ول.

د دوی په وینا، دې وسله والو پر امنیتي عسکرو هم په شویو بریدونو کې لاس درلود. خو زیاتره وخت د پاکستاني پوځ د داسې ادعاوو په ازاده توګه پخلی نه دی شوی.

په عین وخت کې د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې وسله والو یو تن وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

پولیس چارواکو مشال راډيو ته ویلي چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه وسله والو په تحصیل دته بویه کې یو ځايي تن نعیم وژلی او یو بل تن یې زخمي کړی دی.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. دا په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴م هدفي برید دی.

په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي ول.

د پاکستان پوځ وروسته ادعا کړې وه چې سيمه یې له جنګياليو پاکه کړې ده او وروسته له سيمې کډه شوي زياتره کسان بېرته ستانه شول.

خو له دې را وروسته په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې پيل شوې چې لا هم په دوامداره توګه روانې دي.

ځايي خلک ادعا کوي چې وسله وال طالبان بېرته منظم شوي او د دوی په وينا حکومت يې په مخنيوي کې ناکامه شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو په وار وار د دغسې ناامنيو پرضد مظاهرې، هړتالونه او پرلتونه وهلي دي.

دوی تور پورې کوي‌ چې د وسله والو د بیا منظم کېدو او هدفي وژنو ترشا په خپله د پاکستان د جاسوسي او امنیتي ادارو لاس دی، خو هغوی دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG