د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې يو مزدور په نښه شوی دی


د شمالي وزیرستان اوسېدونکي د مظاهرې پر مهال په سيمه کې د امنيت غوښتنه کوي.انځور-ارشېف
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي د مظاهرې پر مهال په سيمه کې د امنيت غوښتنه کوي.انځور-ارشېف

پوليس وايي، په شمالي وزيرستان کې نامعلومو وسله والو يو کس په هدفي بريد کې په نښه کړی دی.

د پولیسو يوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د سېپټېمبر پر شپږمه نېټه په ميرعلي کې وسله والو په زین الدين نومي کس باندې ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې هغه ځای پر ځای مړ شو. دغه کس د لکي مروت اوسېدونکی وو چې د لاس مزدوري يې کوله.

پوليسو ويلي چې مقدمه يې درج کړې خو لا يې څوک د وژنې په تړاو نيولي نه دی.

په ميرعلي کې په دې وروستيو کې هدفي وژنې زیاتې شوې. د اګست پر ۲۷مه نېټه هم وسله والو د شمالي وزیرستان ځوانانو سازمان مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی نور اسلام داوړ هم وژلی وو.

د شمالي وزيرستان ځوانانو سازمان وژل شوی مشر نور اسلام داوړ څوک وو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:08 0:00

د هغه د وژنې د پېښې پرضد د اګست پر ۳۰ مه نېټه پي ټي اېم احتجاجي مظاهره کړې وه چې پکې يې د قاتلانو د نيولو غوښتنه کړې وه خو پولیسو لاهم څوک نيولي نه دي.

د شمالي وزيرستان پوليسو مشر شفیع الله ګنډه پور په وار وار مشال راډيو ته ويلي چې په هدفي وژنو کې ککړ کسان به نیسي او د ده په خبره د مخنيوي لپاره يې پوليس او امنيتي ادارې په ګډه کار کوي.

د سېپټېمبر پر درېیمه هم په ميرعلي کې دوه کسان وژل شوي ول چې ورسره په سيمه کې يوازې سږکال د هدفي وژنو د ښکار شویو کسانو شمېر ۴۶ ته رسېدلی دی.

په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ۲۰۱۴ز کال د جون په مياشت کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي ول چې وروسته پوځ ادعا وکړه چې سيمه یې له جنګياليو پاکه کړې ده او وروسته له سيمې کډه شوي کسان بېرته ستانه شول. خو له دې راوروسته په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې پيل شوې دي.

ځايي خلک ادعا کوي چې وسله وال طالبان بېرته منظم شوي او د دوی په وينا حکومت يې په مخنيوي ناکامه شوی دی. خلکو په وار وار د دغسې ناامنيو پرضد مظاهرې، هړتالونه او پرلتونه وهلي دي.

XS
SM
MD
LG