د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د نور اسلام داوړ د وژنې پر ضد احتجاج شوی


نور اسلام داوړ د وژنې پرضد د اګست پر ۳۰مه په مير علي کې احتجاجي مظاهرې شوې.
نور اسلام داوړ د وژنې پرضد د اګست پر ۳۰مه په مير علي کې احتجاجي مظاهرې شوې.

د وزيرستان د ځوانانو تنظيم مشر نور اسلام داوړ د وژنې پرضد احتجاج کې د هغه د قاتلانو د نيولو غوښتنه شوې ده.

د اګست پر ۳۰مه د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې شوې احتجاجي مظاهرې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وويل چې دوی امن غوښتی خو په وينا يې د امن په نوم يې ملګري وژل کېږي. د ده په وينا، د دې وژنو پرضد بايد په ګډه احتجاج وشي.

مظاهرې ته د پاکستان قامي اسمبلي کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ وويل چې په سيمه کې ناامني ورځ تر بله زياتېږي خو له بده مرغه حکومت يې د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

د دغه احتجاج په اړه ضلعې انتظاميې څه نه دي ويلي خو د اګست پر ۲۷مه د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر شفيع الله ګنډه پور مشال راډيو ته ويلي ول چې د نامالومه کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې روانې دي.

نور اسلام داوړ د وژنې پرضد د اګست پر ۳۰مه په مير علي شوې احتجاجي مظاهرې
نور اسلام داوړ د وژنې پرضد د اګست پر ۳۰مه په مير علي شوې احتجاجي مظاهرې

د نور اسلام د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې او نه هم حکومت څوک تورن کړي يا يې نيولي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس چارواکي وايي، د وزیرستان ځوانانو د تنظیم مشر نور اسلام داوړ د اګست پر ۲۷مه په يو هدفي برید کې ووژل شو.

شفيع الله ګنډه پور مشال راډيو ته ويلي ول چې برید هغه مهال وشو چې کله نور اسلام له میر علي بازاره خپل کلي حسوخيل ملاګان ته روان و.

هغه زیاته کړه چې پر نور اسلام داوړ برید کوونکي تښتېدلي دي.

نور اسلام داوړ په ۲۰۱۴ز کال کې د وزیرستان ځوانانو تنظیم جوړ کړی و او له هغه راهيسې یې د دې سازمان مشري کوله.

د نوموړي په مشرۍ فعال دې تنظیم به په سیمه کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او د بنیادي سهولتونو د نیشتوالي پرضد احتجاجونه کول.

هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ په احتجاجي غونډو، جلسو او لاریونونو کې هم فعاله برخه اخیسته.

محسن داوړ وايي چې په سيمه کې ناامني ورځ تر بله زياتېږي خو له بده مرغه حکومت يې مخنيوي لپاره څه کوټلي ګامونه نه پورته کوي.
محسن داوړ وايي چې په سيمه کې ناامني ورځ تر بله زياتېږي خو له بده مرغه حکومت يې مخنيوي لپاره څه کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

پر نور اسلام داوړ شوی برید په روان کال کې په شمالی وزیرستان کې د هدفي وژنو ۴۰مه پېښه ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي‌ خلکو په وار وار په وزیرستان کې د روانې بدامنۍ او هدفي‌ وژنو پرضد پراخ احتجاجونه کړي دي.

دوی په دې احتجاجونو کې پوښتنه راپورته کوي چې د پاکستان حکومت او پوځ که په رښتیا سیمه له وسله والو پاکه کړې وي‌، نو بیا دا وژنې څوک کوي؟

په دې اړه بشپړ راپور لاندې د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

میر علي کې احتجاجي مظاهره
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:06 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور هم پورې کوي چې د دې بد امنیو ترشا په خپله د پاکستان "جاسوسي ادارې لاس" لري.

د پاکستان حکومت او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ تورونه ردوي او ادعا کوي چې په سیمه کې یې د وسله والو منظمې شبکې له منځه وړې دي او د روانو هدفي وژنو پرضد هم هلې ځلې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG