د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپورټونه وايي، ملا عبدالغني برادر به د طالبانو د حکومت مشري‌کوي


د طالبانو یو ویاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان د نوې انتظامیې اعلان به لږ تر لږه د سپټمبر ۴مې نه مخکې نه کېږي.
د طالبانو یو ویاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان د نوې انتظامیې اعلان به لږ تر لږه د سپټمبر ۴مې نه مخکې نه کېږي.

د طالبانو د قطر د سیاسي دقتر مرستیال او د دې ډلې یو بنسټګر مخکښ ملا عبدالغني بردار به په افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت مشري کوي.

رویټرز خبري اژانس د سېپټمبر پر درېیمه د دریو سرچینو له خولې لیکلي چې د طالبانو د باني او روحاني مشر ملا محمد عمر زوی، ملا محمد یعقوب او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی، شیر محمد عباس ستانکزي به لوړ پوړې حکومتي چوکۍ سنبالوي.

ملا عبدالغني برادر چې په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ کې نیول شوی و، په پاکستان کې اته کاله بندي و او د امریکا په غوښتنه له زندانه خوشې شو.

نوموړي له امریکایي لوري سره په هغو خبرو کې مهمه ونډله درلوده چې په نتیجه کې یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ تړون وشو.

هغه تړون چې هدف یې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې پای ته رسول و.

رویټرز خبري اژانس د یوې بلې سرچینې په حواله ویلي چې د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخونزاده به پر مذهبي چارو او حکومتدارۍ توجه ورکوي.

د طالبانو یو ویاند اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان د نوې انتظامیې اعلان به لږ تر لږه د سېپټېمبر څلورمې نه مخکې نه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه باندې دوې اوونۍ وړاندې له پنجشیر ولایت پرته پر نور ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې وه.

امریکايي ځواکونه تر شل کلن موجودیت وروسته د اګست تر ۳۱مې په بشپړ توګه له افغانستانه وتلي دي.

د طالبانو راتلونکی حکومت او نړیوال

‌‌ډېری نړیوال مشران انتظار باسي او ګوري چې ایا طالبان به پر خپلو هغو ژمنو ولاړ وي او که نه چې د پخوا پرتله به اوس معتدله رویه کوي.

طالبانو ویلي چین به له افغانستان سره سفارتي اړیکې برقراره ساتي او د امریکا په مشرۍ کې د نړیوالو عسکرو له وتلو وروسته به د کابل نوي مشران د اقتصادی مرستو لپاره پر بیجینګ تکیه کوي.

د جولای پر ۲۸مه ملا برادر د چین له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدو پر مهال.
د جولای پر ۲۸مه ملا برادر د چین له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدو پر مهال.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر پر دویېمه له اټالوۍ ورځپاڼې لا ریپبلېکا سره په خبرو کې ویلي چې چین د اقتصادي سقوط په مخه نیولو او د دغه هیواد په بیا ودانولو کې د دې ډلې مهم ملګری هېواد دی.

د اګست پر ۱۵مه د افغانستان د لویدیځ مرسته لرونکي حکومت تر ختمېدو ورسته طالبانو ژمنه کړې وه چې دوی به له اعتداله کار اخلي او په دغه هېواد کې یې د ځینو بشري حقونو د خوندي ساتلو او د خپلو زړو دښمنانو نه د بدل نه اخېستو لوظ کړی وو.

امریکا او اتحادیانو یې په دغه هېواد کې خپل سفارتي ماموریت تړلی او د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل او مالي مرستی یې د دغه ډلې په عمل پورې مشروطې کړیدي.

طالبان تر دې وړاندې له ۱۹۹۶ مه کاله تر ۲۰۰۱ز کاله په افغانستان واکمن وو چې هغه مهال یې روش سخت ګڼل کېدو.

خو بلخوا چین کېدای شي له افغانستان سره مالي مرستې یا سیاسي اړیکې ساتل د بشري حقونو له مسلو سره ونه تړي.

ذبیح الله مجاهد لا ریپبلیکا ته ویلي چې چین یې مهم ملګری دی او د دوی لپاره بنیادي او غیر معمولي موقع وړاندې کوي.

د ده په وینا،‌دا ځکه چې چین په افغانستان کې سرمایه کارۍ او د دغه هېواد بیا ودانۍ ته تیار دی.

د سېپټېمبر پر دویېمه د طالبانو یو بل ویاند ویلي چې چین په افغانستان کې د خپل سفارت د خلاص ساتلو، د اړیکو د ټینګولو او په دغه هېواد کې د بشري مرستو د زیاتولو لوظ کړی دی.

XS
SM
MD
LG