د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان ژر په رسميت نه پېژنو: برتانيا


د برتانیې بهرنیو چارو وزير ډومینیک راب. انځور- ارشیف
د برتانیې بهرنیو چارو وزير ډومینیک راب. انځور- ارشیف

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب وايي، داسې ژر به طالبان په رسمیت ونه پيژني.

هغه دا خبره د سېپټېمبر پر دويېمه نېټه په دوحه کې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره په یوه خبري کنفرانس کې کړې ده. راب د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.

هغه زیاته کړه چې طالبان باید د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره مسووله وګرځول شي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر د دې مسلو تر څنګ له افغانستانه د پاتې برتانویانو د خوندي ایستلو په مسلې ټینګار وکړ او همداراز یې هغو افغانانو ته هم تود هرکلی ووایه چې تازه برتانیا ته رسیدلي دي.

محمد بن عبدالرحمن بیا وویل چې اوس وخت د دوی ټول تمرکز او لومړیتوب په دې دی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر بېرته فعاله شي.د قطر یو تخنیکي پلاوی په کابل کې دی او د هوایي ډګر د بیا فعالولو په ارزونه بوخت دی.

له افغانستانه د امریکا وتل، د طالبانو خوشحالۍ او د فعالانو اندیښنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

له کله چې امریکا له هوايي ډګره خپله وروستۍ الوتکه د اګست په دېرشمه پورته کړه ورسره په ډګر کې دننه د سیسټمونو د غیر فعاله کېدو او د ګڼو پوځي الوتکو او ګاډو د ویجاړېدو راپورونه هم خپاره شول. د امریکا دفاع وزارت ویلي پوځي مهمات چې پکې الوتکې هم شاملې دي تخریب یا غیرپوځي کړي دي.

امریکا او اتحادیانو یې د اګست ۱۴مې نېټې راهیسې له افغانستانه د یو لاکهـ ۲۳زره څخه ډېر بهرملکیان او افغانان ایستلي دي، خو اوس هم په زرګونو داسې خلک ګير دي چې په ۲۰ کلنۍ جګړه کې یې د اتحادیې ځواکونو سره مرسته کړې وه.

په عین حال کې ملګرو ملتونو هم د یوه پرېکړه لیک له لارې په طالبانو غږ کړی دی چې د هغه خلکو لپاره خوندي لاره برابره کړي چې له افغانستانه وتل غواړي. طالبانو ژمنه کړې چې افغانانو ته به له هیواده د وتلو او د ورتلو اجازه ورکوي، خو ډېر خلک اوس هم د دوی په ارادو شک لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG