د لاسرسي ځای

تازه خبر

قريشي له تاجکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي


شاه محمود قریشي (کيڼ) د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزير سراج الدین مهرالدین (ښی) سره هم د ملاقات پر مهال د افغانستان د ټولشموله سیاسي جوړجاړي لپاره د پاکستان د تګلارې په اړه معلومات ورکړل
شاه محمود قریشي (کيڼ) د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزير سراج الدین مهرالدین (ښی) سره هم د ملاقات پر مهال د افغانستان د ټولشموله سیاسي جوړجاړي لپاره د پاکستان د تګلارې په اړه معلومات ورکړل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تاجکستان په سرښار دوشنبه کې له تاجک چارواکو سره پر دوه اړه خیزه اړيکو او د افغانستان پر حالاتو خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې قریشي نن (د اګست پر ۲۵مه) د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان د تازه اوضاع په اړه د پاکستان دریځ شریک کړ.

پر دې مهال د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وويل چې د افغانستان د سياسي او امنيتي ستونزو د حل لاره يو داسې ټولشموله حکومت دی چې د هېواد ټول لږکي په ځانګړې توګه تاجک وګړي برخه پکې ولري. نوموړي زياته کړه چې د افغانستان د سياسي نظام پرېکړه بايد د يوې ټولپوښتنې له لارې وشي.

خبرپاڼه زیاتوي چې قریشي د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزير سراج الدین مهرالدین سره هم د ملاقات پر مهال د افغانستان د ټولشموله سیاسي جوړجاړي لپاره د پاکستان د تګلارې په اړه معلومات ورکړل او هیله یې څرګنده کړه چې افغان مشران به یوې ښې حللارې ته ورسېږي.

پر افغانستان د طالبانو له کنټرول وروسته، شاه محمود قريشي د سيمې د يوشمېر هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان پر اوضاع او سياسي جوړجاړي خبرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG