د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست خبريالان د مالي ملاتړ نه شتون او بندیزونو اندېښمن کړي


په خوست کې د چينار رېډيو سټوډيو
په خوست کې د چينار رېډيو سټوډيو

په خوست کې خبریالان وايي که سوداګریز اعلانونه او د حکومتي ادارو او موسساتو لخوا د خپریدا روزنیزې خپرونې نه وي، نو د دوی د فعالیتونو په مخکې به ستونزې ډېرې شي.

دوی زیاتوي له ښار څخه د رسنیو اوسني عواید دومره نه دي، چې د هغوی ورځني لګښتونه، د مالیاتو پیسې او د کارکوونکو معاشونه پوره کړای شي.

د رسنیو استازي او خبریالان دا هم وايي، په اوس وخت کې د نشراتو په اړه د یوې واضحې طرحې نشتون هم د دې لامل شوی، چې دوی خپلې ځینې تفریحي او سندریزې خپرونې د نشراتو له مهالویشه وباسي او د خپرونو وخت کم کړي.

په خوست کې د ژمن راډیو تلویزیون د خپرونو مدیر رفیع الله ضمیر د اګست په ۲۴مه مشال رېډيو ته وويل چې دوی نه یوازې اقتصادي ستونزې لري، بلکې د رپوټونو او خپرونو د جوړولو پر مهال مسوولینو ته لاسرسی هم نشته.

ضمیر زیاته کړه: "د بازار د یو څو اعلاناتو څخه د رسنۍ د ټولو مصارفو پوره کول ډېر ستونزمن دي ځکه چې اوس کاروبارونه هم مخ په ختمېدو دي. د دې په څنګ کې ما بار بار هڅه کړې ده چې د طالبانو له مسوولو چارواکو سره مرکې ولرم خو دوی تر اوسه هرې برخې ته مسوولین نه دي ټاکلي چې دې هم رسنیو ته ستونزې جوړې کړې دي. "

طالبان د اګست په پينځلسمه کابل ته ننوتل او په دې توګه یې د افغانستان حکومت ونيو. خو دوی تر اوسه پورې خپلې ادارې، د حکومت طرز او د بېلابېلو برخو لپاره پالیسيانې نه دې اعلان کړي.

په تېر وخت کې رسنيوو ته د بېلابېلو کمپينو او حکومتي ادارو اعلانونو ورتلل چې دوی ته یې مالي‌ګټه کوله خو اوس دا کار بند شوی دی. د خوست د غرغښت راډیو تلویزیون نشراتي مسوول رضوان میاخېل وايي که د اعلاناتو د بندیز لړۍ روانه پاتې شي نو امکان شته چې ډیری خصوصي رسنۍ خپلې خپرونې یو یا دوه ساعتونو ته را کمې کړي او یا د رسنیو ډېره برخه بیخي وتړل شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره اونۍ په کابل کې په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې خبریالان کولی شي خپل کار ته دام ورکړي خو دا یې نه وو ويلي چې خصوصي رسنۍ به د بهرنيانو د مرستو او د حکومت د ملاتړ په نه شتون کې څنګه وپايي.

په خوست کې د چينا راډيو کارکوونکی، شهزاد الله حميدي وايي هيله ده چې په افغانستان کې د رسنيو ازادي ختمه نه شي او مالي سرچینې پرې بندې نه شي. هغه مشال رېډيو ته وويل: "له طالبانو مو غوښتنه داده چې دوی باید رسنیو ته ډېر پام وکړي د دوی د مالي ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي. د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي. دا ډاډ باید موږ ترلاسه کړو چې زموږ فعالیت به نه ټکنی کیږي. زموږ خپرونې به په عادي ډول دوام پیدا کوي او د ویرې او ګواښ پر ځای دوی باید موږ ته د همکارۍ لاس راکړي. "

خبریالانو ته د طالبانو د چلند په اړه اندېښنې ځکه پېدا شوې چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کې د دوی د حکومت په وخت ازادو رسنيوو ته د فعاليت اجازه نه وه، موسيقي بنده او ښځې له کاره منه کړل شوې وي.

خو دا ځل طالبان وايي خپله پالیسي یې نرمه کړې ده. په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر، محمد انور زاهد مشال رېډيو ته د اګست په ۲۴مه وويل چې طالبان د رسنیو ارزښت ته ژمن دي او خبریالان دې د خپلو فعالیتونو د دوام او ستونزو د حلولو په برخه کې انديښنې نه لري.

په خوست کې دا مهال ۱۴ سیمه ییزې راډیو ګانې، ۴ محلي تلویزیونونه او همدارنګه یو شمېر مهالنۍ چاپي رسنۍ خپرونې لري.

XS
SM
MD
LG