د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان کې ښوونکې د کار اجازه لري، خو وايي پخوانۍ ازادۍ نه لري


په بدخشان کې نجونه په ټولګي کې د سبق پر مهال - انځور له ارشیفه
په بدخشان کې نجونه په ټولګي کې د سبق پر مهال - انځور له ارشیفه

د افغانستان په شمال ختیز ولایت بدخشان کې یوشمېر ښوونکې وايي چې طالبانو د تدریس اجازه ورکړې خو پخوانۍ ازادۍ نه لري.

د دې ښوونکو له ډلې یوه هم سلیمه ده چې د اګست پر ۱۹مه یې مشال راډیو ته وویل، له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې د تدریس اجازه ترلاسه کړې. "د فیض اباد ښار تر سقوط وروسته موږ ته طالبانو اجازه راکړه چې دندو ته ستنې شو خو څنګه چې پخوا په ازادانه او په خلاص زړه ښوونځي ته تللو، اوس نه شو تللی."

طالبانو ویلي، په بدخشان کې یې نه یوازې ښځینه ښوونکو ته د کار اجازه ورکړې بلکې د هغوی امنیت هم نیسي.

په افغانستان باندې د طالبانو د ولکې تر ټېنګېدو وروسته هغه اندېښنې اوج ته ورسېدې چې طالبان به ښځینه کارکوونکې له دندو منع کړي. خو طالبانو د اګست پر ۱۵مه د کابل تر نیولو وروسته ټولو حکومتي کارکوونکو ته وویل چې خپلو دندو ته ستانه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG